د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په دغه لیدنه کې پاکستاني لوري د ټولې سیمې اقتصادي ودې او ټرانزیت کې د افغانستان رول مهم یاد کړی او زیاته کړې،چې په افغانستان کې اوسني امنیت پاکستان د انرژۍ د لېږد تازه فرصتونه برابر کړي دي.
احمد زیاته کړې:« د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، افغانستان نه یوازې د خپل، بلکې د ټولې سیمې په اقتصادي وده او ټرانزيټ کې مهم رول لوبولی شي. افغانستان کې امن پاکستان ته د انرژۍ د انتقال نوي فرصتونه برابر کړي دي. د پاکستان بهرنیو چارو وزیر وویل، نړۍ به پر تاسو نیوکې کوي،خو ستاسې د لاستهراوړنو هم باید قدردانی وشي.»
احمد وايي، لیدنه کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د امنیت دټینګښت په برخه کې دافغان حکومت هڅې ستایلي او له نړۍ سره یې د باور جوړونې لپاره مهم ګام بللی دی.
هغه زیاته کړې:« زرداري په افغانستان کې د امنیت د تامین په برخه کې د افغان حکومت هڅې وستایلې او دا یې له نړۍ سره د باورجوړونې پر لور مهم ګام وباله. ده زیاته کړه،چې د افغانستان-پاکستان ترمنځ د لارو د سهولت په باب توجه کوي او ټولې اسانتیاوې به برابري کړي.»
په ورته مهال امیرخان متقي د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یو سره هم لیدلي، چې په ناسته کې چینايي لوري له افغانستان د سره بشري مرستو د میکانیزم په جوړولو کې د مرستو ډاډ ورکړی.
احمد وايي، وانګ یو په سوداګرۍ او کرنیزو برخو کې د مرستو ژمنه کړې او ډاډ یې ښودلی دی،چې بیجینګ غواړي کابل له اقتصادي پلوه پر خپل ځان بسیا شي.
هغه زیاته کړه:« د چین بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت په مدیریت کې د دوی اقدامات وستایل. د چین د بهرنیو چارو وزیر افغان پلاوي ته همداراز د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي بیارغونې او بشري مرستو د میکانیزمونو په چوکاټ کې د هر اړخیزو مرستو او همکاریو ډاډ ورکړ. وانګ یو همدا راز د سوداګریزو او کرنیزو برخو کې د مرستو ژمنه وکړه او ډآډ يې ورکړ،چې هېواد یې غواړي افغانستان اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسېږي.»
له دې وړاندې د افغانستان پلاوي د ازبکستان پلازمینه تاشکند کې د امریکامتحده ایالتو او روسیې استازو سره هم جلا جلا کتنې کړي او پر مهمو مسایلو یې بحثونه کړي دي.
سره له دې چې کابل د تاشکند کنفرانس ګټور او مهم بللی،خو د سیاسي چارو شنوننکي دغه لېدنې د هېوادونو ترمنځ رقابتي بڼه لري او زیاته ګټه یې بهرنی لوری اخلي.
دوی وايي، ترهغې چې کابل کې د سرپرست حکومت پرځای دایمي حکمت رامنځ ته نه شي او د نړیوالو ټول هغه شرایط،چې د افغانانو په ګټه هم دي، ونه منل شي،داسې لېدنې پایلې نه ورکوي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« د طالبانو حکومت اوسني وضیعت ته په کتو سره چې هرڅومره ناستې په نړیواله او سیمه ییزه کچه جوړې شي،دوي په کې ګډون وکړي او هرڅومره سره خبرې وکړي او هرڅومره له بهرنیانو سره وګوري،دا دبهرنیانو پر ګټه وي اوس شرق غواړي،چې طالب خپل کړي او غرب غواړي،چې طالب خپل کړ. دا د دوی په منځ کې رقابت دی، ترهغې چې طالبان دایمي کابینه جوړه نه کړي،د ښځو حقونه او د نجونو ښوونځي پرا نه نیزي او د نړیوالو شرایط ونه مني،ترهغې به یې څوک په رسمیت ونه پیژني او نه هم دغه ناستې ګټه کوي.»
خو ځینې بیا په دې باور دي،چې د تاشکند ناسته او د دې ناستې په څنډه کې د نړۍ له مهمو او زبرځواکو هېوادونو له ستازو سره لېده کاته مثبت کار دی او دا ښي،چې افغانستان له نړۍ سره یو ځل بیا د نږدې کیدو په حال کې دی.
د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« د تاشکند کنفرانس ګټور او اغیزمن و او اسلامي امارت هم ډاډ ورکړ،چې افغانستان هېڅ ګاونډي ته نور تهدیت نه دی او افغانستان به مرکزي او جنوب اسیا سره وصل کړي. دا یو ښه پیغام و،خو دا بسنه نه کوي،له سیاسي او اقتصادي بحران او انزوا د وتل لپاره باید پر یوه ملي میکانیزم باندې کار وشي.»