Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو  کمیټې مشر د انتوني بلینکن احضاریه لاسلیک کړه

بلېنکن: اسلامي امارت د نجونو ښوونځیو په اړه له افغانانو او نړۍ سره پر کړیو ژمنو عمل نه دی کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/30

د امریکامتحده ایالتو بهرنیو  وزارت د افغانستان له مدني ټولنې سره د ګډ کار کولو او همغږیو په موخه یو مشورتي میکانیزم پرانیسی دی،چې موخه یې د افغانانو ستونزه ته رسېدنه یاده شوې.

د یاد میکانیزم د پرانېستې پر مهال د امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلېنکېن وویل، موخه یې دا ده،چې د افغانستان له مدني فعالانو سره د ګډ کار لپاره همغږې زیاته کړي.

بلېنکن زیاته کړې:« دغه میکانیزم به د افغانستان له مدني ټولنې سره مرسته وکړي،ترڅو له  د امریکامتحده ایالتو له  پالیسي جوړونکو سره په مستقیمه اړیکه کې واوسي او پر ګډو لومړیتوبونو ګډو کار وکړي. دغو لومړیتوبونه به د افغان ښځو د کار کولو له مسایلو نیولې بیا تر دې،چې د افغانستان ټول لږکي وکولی شي،تخطیانې ثبت کړي او هلته مذهبي آزادي یقیني شي. له دې میکانیزم زموږ موخه دا ده،چې له افغان مدني ټولنې سره خپله ملګرتیا لا غښتلې او کارنده کړو.» 

بلېنکن د  اسلامي امارت لخوا د نجونو ښوونځیو پر تړل کېدو هم اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه،چې دا چار د  اسلامي امارت د هغو ژمنو خلاف ده،چې د افغانستان له خلکو او نړۍ سره یې کړې وې.

بلېنکن غوښتنه کړې،چې اسلامي امارت دې پر خپلو پریکړو له سره غور وکړي او نجونو ته دې اجازه ورکړي،تر څو ښوونځیو ته ولاړې شي.

 بلېنکن زیاتوي:« طالبانو د نجونو د ښوونځیو بندولو پریکړه داسې مهال وکړه،چې نجونې ښوونځیو ته روانې وې او ځینې خو لا ټولګیو کې ناستې هم وې. دا ډول پریکړې،د طالبانو د هغو ژمنو سره په ټکر کې دي،چې د افغانستان له خلکو او نړۍ سره یې کړې وې. ۳۱۴ ورځې کیږي،چې افغان نجونې په کورونو کې ناستې دي،خو وروڼه، د کاکا او ماما زامن یې ښوونځیو ته ځي. دا یوه ډېره ستره ضایع ده.» 

بلېنکېن په دغو خبرو کې،چې د امریکامتحده ایالتو سولې په انسټیټیوټ کې یې کولې وویل، اسلامي امارت د مذهبي آزادیو د محدودولو ترڅنګ د خبریالانو سانسور کولو سره د هغوی غږ خاموشه کړی دی.

هغه  زیاته کړې:« له کله چې طالبان پر  افغانتسان حاکمان شوي دي، دوی ډېرې ازادۍ صلب کړي دي او د تېرو کلونو لاسته راوړنې یې له منځه وړي دی. دوی د مدني ټولنې او خبریالانو غږونه خاموشه کړي دي، په مارچ میاشت کې دوی د بي بي سي او وي او اې خپرونې په افغانستان کې بندې کړې او لا هم د رسنیو او خبریالانو سانسور ته ادامه ورکوي.» 

اخوا افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړي استازي او د امریکا خزانې وزارت مرستیال تاشکند کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پر مشرۍ افغان پلاوي سره لیدلي او د افغانستان کنګل شویو پیسو په اړه یې خبري کړي دي. 

د دې لیدنې په تړاو د امریکامتحده ایالتو بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان درې نیم میلیارده ډالره کنګل شوې پانګه دې د افغانستان د خلکو په ګټه وکارول شي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« امریکایي لورې ټینګار وکړ،چې د افغانستان بشري وضعیت ته باید رسیدنه وشي. دواړو خواوو د افغانتسان مرکزي بانک د درې نیم میلیارده کنګل شوې پانګې د آزادولو په اړه پر روانو هڅو هم بحث وکړ،تر څو د افغانانو په ګټه وکارول شي. امریکا ټینګار وکړ،چې په اړوند يې روانې هڅې باید چټکې شي.» 

د افغانستان د اووه میلیارده ډالره پانګې نیمه برخه د  و لسمشر جو بایډن ادارې لخوا د ۲۰۰۱ یو کال سیپټمبر میاشتې یوولسمې پېښې قربانیانو کورنیو ته ځانګړې شوې،خو د نیمې برخې آزادولو لپاره یې د اسلامي امارت او امریکامتحده ایالتو ترمنځ خبرې روانې دي.

د امریکامتحده ایالتو ټینګار کړی دی،چې یادې پیسې به له  اسلامي امارت پرته د افغانستان د خلکو د ښېګڼې او ژوند ښه والي برخه کې لګول کیږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist