Skip to content
په سوېل کې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز، احمد خېلو، لجې منګل ، سیدکرم ، اریوب ځاځيو،جاني خیلو او زرمت ولسوالیو کې د وړمې ورځې سېلابونو خلکو ته له ځاني زیان سربېره ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.
ځايي چارواکي وايي، د دغه سیلابونو له ا مله ۸ کسان مړه، ۲۸ تپیان او زرمت کې پنځه سوه کورنۍ د خپلو مېنو پریښوده ته اړې شوي او ۱۲۰ کورنۍ ګردیز ته را کده شوي دي.
د سېلابونو له امله یو تن بې ځایه شوی وايي:«غنم مو ټول سېلابونو یوړل. کورمې هم اوبه وېجاړ کړی. له موږ سره باید مرسته وشي. که کور راکوي، په کور کې ژوند کوو او که خیمه راکوي، په خیمه کې ژوند کوو.»
د زرمت ولسوالۍ بې ځایه شوې کورنۍ وایي، بېړنو مرستو او د ناروغانو درملنې ته اړتیا لري.
د سېلابونو له امله یو تن بې ځایه شوي وايي:« له موږ سره باید مرسته وشي، موږ له هرې خوا ځپل شوي یو. تاسو یې خپله لېدلی شئ،چې سېلابونو خلکو ته څومره زیانونه اړولي دي. ناروغانو ته مو درملو نه لرو. موږ له ګڼو ستونزو سره مخ یو.»
د پکتیا اطلاعاتو کولتور ریاست مشر خالقیار احمدزی وایي،سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولې،چې سروې یې پیل شوې او پر وینا یې د مرستو رسولو هڅې ورته روانې دي .
احمدزی وايي، د زرمت ولسوالۍ بې ځایه شویو کورنیو لپاره مرکز ګردیز کې د استوګنې لنډ مهاله پنډغالی جوړوي.
هغه زیاته کړه:« د پکتیا مرکز ګردیز او اړوند ولسوالیو کې خلکو ته سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي. په دې برخه کې له زرمت ولسوالۍ ۱۲۰ کورنۍ مرکز ګردیز ښار ته را انتقال شوي دي او په هوټلونو کې ځای پر ځای شوي دي. په پام کې ده،چې د یادو کورنیو لپاره په مرکز ګردیز کې ځانګړی پنډغالی جوړ شي.»
پکتیا کې وروستیو سېلابونو د زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې د تخریب تر څنګ، بېلابېلو سیمو کې لویې لارې، شپږ لوی پلونه او ګڼ شمېر کوچني پولچکونه هم تخریب کړي دي.