ځايي خلک وایي،که څه هم سلګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې او مالونه یې له منځه تللي،خو پر درېیمه ورځ هم ورته څوک د مرستو لپاره نه دي ورغلي.
د بټي کوټ ولسوالۍ د لوړټۍ سیمې یو تن اوسېدونکی وايي:« دلته له سېلاب ځپلو سره تراوسه پورې د نه حکومت او نه هم د کومې خیریه موسسې له لوري مرستې شوي دي. حکومت چارواکي لا تر اوسه سیمې ته هم نه دي راغلي او پوښتنه یې نه ده کړې،چې څوک یې وړي او که نه؟»
هغوی چې د ډېرو دروازې یې له لومړۍ ورځې تر دې دمه د مرستو په موخه ټکولي وایي، لا هم زرګونه خلک چې مینې او د ژوند تېرولو لپاره شته امکانات ترې سېلابونو وړي،د اوړي په دې سوزوونکي ګرمۍ کې تر شنه اسمان لاندې پاتې دي.
دوی وايي، یوازې د خلکو نومونه لیست شوي او تر دې دمه د هېڅ ډول لومړنیو مرستو څرک نه لګېږي.
ننګرهار کې د لا نورو ورښتونو اټکل په داسې وخت کې کېږي،چې لا د تېر ورښت او سېلابونو له امله زیانمن شوي خلک په خپل حال پاتې دي او د ژوند لومړیو امکاناتو ته هم لاس رسی نه لري.