Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: اسلامي امارت دې د ازبکستان ناستې سپارښتنې عملي کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/28

د افغانستان د امنیت او اقتصادي پرمختګ په اړه د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې جوړه شوې نړیواله ناسته پای ته ورسیده،خو په دغه ناسته کې افغان لوري ته ځینې سپارښتنې شوې دي. 

د ناستې برخه والو د نجونو ښوونځیو پر پرانېستې، د ښځو پرحقونو،بشري وضیعت، له ترهګرو ډلو سره پریکون او همداراز په یوه سیاسي ټول شموله بهیر ټینګار  کړی دی. 

د سیاسي چارو شنونکي وايي،که د افغانستان اسلامي امارت د تاشکند ناستې تازه سپارښتنې چې ډېرې ستونزمنې هم نه دي عملي کړي،نو له افغانستان سره به په سیاسي  او اقتصادي برخو کې شوې ژمنې عملي شي. 

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« هغه شرایط چې طالبانو ته د ناستې په حاشیه کې وړاندې شوي دي،که چیرې طالبان هغه ونه مني،نو دا ناسته پایله نه ورکوي او که چیرې طالبان یې ومني،نو بیا په اقتصادي چارو،په سیاسي چارو کې چې رسمیت پیژندنه ده ترانزیت او ریلپټۍ او نور و برخو کې له طالبانو سره مرسته وکړي.» 

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چاروزارت د تاشکند ناسته د افغانستان لپاره له اقتصادي پلوه مهمه او ګټوره یاده کړه او زیاته یې کړه،چې په دغه ناسته کې د ټولو ګډون کوونکو هېوادونو نظریات مثبت ول. 

د یاد وزارت سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي وايي، له ټولې نړۍ سره مثبت سیاسي او اقتصادي تعامل غواړي  او په تاشکند ناستې کې مطرح شوي نظریات به یې مشرتابه په غور وڅیړي. 

متقي د ناستې ګډونوالو ته ډاډ ورکړی،چې هغو برخو کې چې اصلاحات راغلي، دوام به ورکوي او کومو برخو کې چې نمیګړتیاوې موجودې دي، پوره به یې کړي.

متقي زیاته کړې:«زه د افغانستان د اسلامي حکومت په استازولۍ تاسو ته ډاډ درکوم،چې موږ او تاسو باید مثبت تعامل ولرو،په کنفرانس کې مثبت نظریات وړاندې شول. ستاسو نظریات موږ له ځان سره نوټ کړي دي. دا به له خپلو مشرانو سره شریک کوم،اصلاحات چې راغلي دي هغو ته به دوام ورکو، په کومو برخو کې چې نیمګړتیا ده،د هغې پوره کیدو ته به دوام ورکوو.» 

په ټوله کې د تاشکند ناسته د افغانستان لپاره مثبته یادیږي او تمه دا ده،چې دغسې ناستې کولای شي،افغانستان له سیاسي او اقتصادي ناورین وژغوري او بېرته یې له نړۍ سره ونښلوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist