Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په کونړ ولایت کې د بې کارۍ کچه ورځ بلې ته لوړېږي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/27

کونړ چې له طبیعي سرچینو یو غني ولایت دی،خو اوسېدونکي یې له سخت غوربت رنځ وړي.

په یاد ولایت کې   ډېری د کار جوګه ځونان وزګار دي او کورنۍ یې د راتلونکې په تړاو اندېښنه لري.

د دوی په خبره،چې بې کاري له ورځې بلې ته په زیاتېدو ده او د فقر له امله ځوانان جرمي ډلو سره یوځای کیدای شي.

د کونړ یو تن قومي مشر وايي:« د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی. خلک له فقر او غربت سره مخ دي. زموږ سرحدي ولسوالۍ ده، هلته پروژې هم نه شته دی، نو خلک له ډېر عربت سره مخ دي.» 

د کونړ یو بل قومي مشر بیا وايي:« کار نه شته دی. خلک بې کاره دي. که همدا ځوانان همدا شان پاتې شي،نو سل په سلو کې  پر نورو کړو لاس پورې کوي. خلک له لوږې سره مخ دي.» 

د یاد ولایت مرکز اسد اباد ته هر سهار سلګونه ځوانان په دې موخه ورځي،چې ګوندې څوک به یې د کار لپاره له ځان سره بوځي، خو په ورځو ورځو انتظار ورته کار نه پیدا کیږي.

په دغو کاریګرو کې داسې کسان هم شته  د ی،چې په تیر حکومت کې یې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې دندې لرلې،خو اوس بې روزګاره دي. 

یو تن کاریګر وايي:« زه خپله لاس ګاډی چلوم.  له سهاره تر ماښامه شااوخوا ۵۰ افغانۍ ترلاسه کوم.  ماښام بیا پر دې پیسو کور ته یو څه وړم.» 

یو شمېر کورنۍ بیا غربت دې ته اړې کړي،چې خپل کم عمره ماشومان مزدورۍ ته راوباسي.

لس کلن نثار وایي،غواړي زده‌کړې وکړي، خو پلار یې ناروغه دی او  اړ دی، د کورنۍ لپاره د لاس ګاډي په چلولو نفقه پیدا کړي.

نثار پر مسولینو غږ کوي،چې د کار زمینه دې ورته برابره کړي او له شته کړاو دې  وژغوري. 

هغه زیاته کړه:«   زه لاس ګاډی چلوم. کله د ورځې ۱۰ او کله ۲۰ افغانۍ کار کوم. کورنۍ کې ۱۳ کسان یو،  دا پیسې راته بسنه نه کوي. له مسوولینو غواړم،چې راسره مرسته وکړي.» 

په دې وروستیو کې په کونړ سربېره په  پلازمېنه کابل او ګڼو نورو ولایتونو کې ځوانان په ورته برخلیک اخته دي. 

د خلکو په خبره که وضعیت همداشان دوام وکړي،لرې نه ده،چې یو لوی انساني ناورین به رامنځ ته شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist