• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

روغتیا پالان: په کندهار کې د شري ناروغي زیاته شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/27

د کندهار میرویس حوزوي روغتون مسوولین وايي، دغه ولایت کې په  شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر کې ډېروالی راغلی او يوازې په تېرو درېیو مياشتو کې ۲۹ ماشومان له دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

د یاد روغتون ماشومانو د څانګې مشر ډاکټر محمد صديق وايي،تیرو دوو میاشتو په جريان کې دغه روغتون ته سلګونه پر شري ناروغۍ  اخته ماشومان ور وړل شوي او په خبره یې  ۴۷۸ يي دوی بستر کړي دي.

صدیق زیاتوي:« کومې شمېرې،چې له موږ سره موجودې دي، ۴۷۸ ناروغان مو بستر کړي دي،چې له دې جملې ۲۹ ناروغان یې مړه شوي دي.» 

ډاکټر محمد صديق د ماشومانو د مړينې تر ټولو لوی لامل روغتون ته پر وخت د هغوئ نه ور وړل يادوي او ټینګار لري، چې والدین دې خپلو ماشومانو ته د شري واکسین وکړي.

هغه زیاته کړه:« د شري ناروغي په هوا په سړېدو او هم د هوا په ګرمیدو سره ډېریږي. دا تاسو ته مالومه ده،چې دا یوه وېروسي ناروغي ده او نورو ته هم انتقال کېږي. که چېرې ماشومانو ته منظم واکسین وشي، نو مخنیوی یې کېدی شي.» 

اخوا د کندهار میرویس حوزي روغتون کې د شریفې په نوم یوې مور خپل درې ماشومان،چې پر شري ناورغۍ اخته شوي، بستر کړي دي.

شریفه وايي،لومړی يي یو ماشوم په شري اخته شو او دوه نورو ته یې هم انتقال شو،چې د وضعیت په خرابیدو اړه شوه، روغتون کې يې بستر کړي.

هغې زیاته کړه:« یو ماشوم مې دلته راوست، بست مې کړ،چې بېرته کور ته ولاړم، دوه نور ماشومان هم پر دې ناروغۍ اخته شوي ول، بیا مې هغه هم دلته راوړل او بستر مې کړل. نن مې

۱۳ مه شپه ده، چې دلته روغتون کې یم.» 

دا په داسې حال کې ده،چې روان کال د وري په ۱۵مه نیټه د  افغانستان اسلامي امارت روغتیا وزارت اعلان کړی وه،چې په هېواد  ۲۵ زره ماشومان پر شري ناروغۍ اخته شوي،چې په وینا یې له دې جملې څخه ۱۸۶ ماشومان مړه شوي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې
روغتیا

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي
روغتیا

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو
روغتیا

هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

مې 26, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي
روغتیا

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي
روغتیا

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

مې 22, 2025
د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې
روغتیا

د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې

مې 21, 2025

وروستي خبرونه

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist