د پکتیا اوسیدونکي همدا راز د افغانستان له اسلامي امارته غواړي،چې د دیني عالمانو په ګډون دې ټول مسلکي کسان بېرته هېواد او بیا دندو ته وغواړي او په ټولییز ډول دې کار اهل کار ته وسپاري.
د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« هغه دیني عالمان او مسلکي کسان،چې بهر کې دي،باید بېرته هېواد او بیا دندو ته راوغوښتل ش. د افغانستان اسلامي امارت دې کار اهل کار ته وسپاري.»
د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:«زموږ هېله دا ده،چې د کسانو بېرته را غوښتلو پروسه دې چټکه شي،ترڅو ولایتونو او ولسوالیو ته بېرته راستانه شي.»
د پکتیا اوسېدونکي همدا راز وایي، د افغانستان له اسلامي امارته د یو نظام په توګه ملاتړ کوي او هېله یې دا ده،چې د دوی د خوندیتوب تر څنګ به د ملي پروژو ساتنه هم یقیني کړي.
د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:«موږ شرعي نظام غواړو. د افغانستان اسلامي امارت به د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي. کار به اهل کار ته سپارل کیږي او د زیربناوو ساتنه به کوي.»