Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په جوزجان ولایت کې د کولرا ناروغي مهار شوې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/26

د هېواد شمال جوزجان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي،په دې ولایت کې خلکو ته عامه پوهاوي او د نړیوالو روغتیايي مرستو د کولرا ناروغۍ تر ډېره حده مهار کړې ده.

جوزجان عامې روغتیا ریاست سرویلانس ډاکټر خالص قادري وايي:« عامې روغتیا د اوبو صحي کولو لپاره ډېرې هڅې کړې. اوس مهال عملا د اوبو ټانکرونه صحي اوبه ولسوالیو ته لېږي او اوس پېښې د عامې روغتیا ریاست تر کنترول لاندې دي.» 

له بلې خوا بیا د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ ۵۰ بستریز روغتون مشر ډاکټر عبدالقیوم رسولي وایې، په یوه شپه او ورځ کې به شااوخوا ۷۰ تنه هغه ناروغان،چې په شدید نس ناستي به اخته ول، مراجعه کوله،چې اوس دغه شمیر د پام وړ کم شوی دی.

رسولي زیاته کړه:« دلته مو د شپې او ورځې ۷۰ یا ۸۰ ناروغان بستر کړي. اوس تاسې ولیدل،چې یوازې دوه ناروغان لرو. ۹۸ سلنه د کولرا پېښې په اقچې ولسوالۍ کې کمې شوې دي.» 

د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مشر عبدالغني صمیم بیا له خلکو غواړي،چې دغه ناروغي دې عادي نه ګڼي او روغتیايي سپارښتنې او لارښوونې دې مراعات کړي.

صمیم زیاته کړه:«  له یونیسف، ډبلیو. اېچ. او او خیریه بنسټونو مننه کوم.هېله لرم،چې خپلې همکارۍ نورې هم جاري وساتي.» 

د هوا په ګرمېدو سره  د هېواد له شمالي ولایتونو سربیره په سویل کې هم زرګونه کسان په کولرا یا شدیده نس ناسته ناروغۍ اخته شوي او لسګونه ناروغان مړه شوي دي.

داکتران کولرا یا شدید اسهالات یوه باکتریايي ساري ناروغي بولي او وايي،که ناروغ سمدستي روغتون ونه رسول شي،د مړینې لامل هم کیدای شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist