Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

قطر د افغانستان پوهنې وزارت سره د مالي مرستو ژمنه کړې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/26

په افغانستان کې د قطر سفارت مسوولینو د اسلامي امارت پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره په کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړی دی. 

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،په کابل کې د  قطر مرستیال سفیر سعید العداد او سرپرست وزیر مولوي نورالدین منیر لېدنه کې افغانستان کې د لا نورو همکاریو ټټر وهلی دی. 

د خبرپاڼې یوه برخه:« قطر هېواد تل له افغانستان سره نږدې اړیکې پاللي دي. اسلامي امارت ټولو هېوادونو سره متقابل احترام او دوه اړخیزو همکاریو ته ژمن دی. لېدنه کې قطر افغانستان سره د تعلیمي بهیر په اړه وویل او په افغانستان کې یې د ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو په برخه کې د مرستې یادونه وکړه.» 

په ورته مهال د افغانستان اسلامي امارت د ښارجوړونې او ځمکو وزارت  ویاند محمد کمال افغان وايي،قطر  د کابل خوشحال خان سیمه کې د هغه ښارګوټي چارې پیل کړي،چې کلونه مخکې یې د جوړولو پلان جوړ شوی وه،خو د ځینو ستونزو له امله یې تر اوسه  پورې عملآ چارې نه وې پيل کړې.

افغان زیاته کړه:« د ښار جوړولو او ځمکو وزارت  د الغارفه په نوم د خیریه بنسټ کسان یې راوغښتل او له هغوی سره یې خبرې وکړې،چې دوی باید دغه پروژه پیل کړي او په افغانستان کې یې ګټې اخېستنې ته وسپاري. هغوی هم یو لړ شرایط وړاندې کړل، چې  اسانتیاوې برابرې کړئ او موږ کار پيل کوو. موږ هغوی ته اسانتیاوې برابرې کړې او دوه اوونۍ کېږي،چې عملا یې کار پيل کړی دی. دغه ښارګوټی خوشاله مینه یا پنځمه ناحیه کې موقیعت لري.» 

قطر هغه هېواد چې د  امریکا متحده ایالتو او اسلامي‌امارت ته یې د سولې خبرو لپاره ۱۸ میاشتې کوربتوب وکړ او د جمهوریت له پرځېدو وروسته له اسلامي امارت سره یې ښې اړیکې پاللي دي.

 د سیاسي چارو شنونکي له دې هېواد سره د اسلامي امارت اړیکې ګټورې ګڼي او په باور یې له دوحې سره د کابل اړیکو پیاوړتیا له نړیوالو او په ځانګړي توګه د امریکا له متحده ایالتو سره د اړیکو رغیدو په مانا بولي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« څه چې قطر کوي، مانا دا ده،چې امریکامتحده ایالت، انګلیس،ناټو او غرب دا کار کوي.» 

په افغانستان کې فقر،بې وزلي او بې کاري هغه سترې ستونزې دي،چې اوس مهال ورسره میلیونونه افغانان مخ دي، چې ځینو هېوادونو یې په اړه ژوره اندېښنه هم څرګنده کړې.

قطر چې په افغانستان کې د امریکامتحده ایالتو ډیپلوماټیکې اړیکو ساتلو مسوولیت هم لري، له کلونو راهیسې یې اسلامي امارت ته په خپله خاوره کې سیاسي دفتر ورکړی، خو لا هم دغه دفتر په سفارتي کچه نه دی.

شنونکي وړاندیز کوي، چې د  افغانستان اسلامي امارت باید له قطر سره د ښو اړیکو ترڅنګ دغه هېواد کې خپل سفارت هم پرانیزي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist