د افغانستان امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ خالد حنفي پکتیکا ته د سفر پر مهال وویل، نړیوال پر اسلامي امارت د شخصي عقدې له مخې بې بنسټه تورونه لګوي.
حنفي وایي، د نړیوالو هېڅ هېواد هم حاضر نه دی،چې د نشه یي توکو د مخنیوي په څیر د اسلامي امارت د ګڼو مثبتو کړنو ستاینه او هرکلی وکړي.
حنفي زیاته کړې:« د نشه یي توکو کرل،اخېستل او خرڅول حرام دي، استفاده ترې حرامه ده،نو چې کله افغانستان کې دغه کچه صفر شوه،نو تر اوسه پورې کوم هېواد د اسلامي امارت د دغه کار ستاینه کړې،هېچا هم نه ده کړې.»
مختار زیاتوي:«که په هر ډګر کې یې له تاسو همکاري وغوښتله،مسوولینو وروڼو تاسو ته جدي سپارښننه کیږي،چې همکاري به ورسره کوئ، نه یوازې دا چې اطاعت به یې کوئ، بلکې همکاري به ورسره کوئ.»
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست وزیر وايي، اسلامي امارت ښځو ته د میراث حق ورکړی، د کم عمره نجونو د ودولو او بدو کې د نجونو له ورکولو یې مخنیوی کړی دی، خو یو شمیر نړیوالو حقوقي بنسټونه پرې هسې پر ښځو د محدودیتونو لګولو تورونه پورې کوي.