Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په پکتیا کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/25

د پکتیا  او پکتیکا ولایتونو لویه لاره د زرمت ولسوالۍ سرکۍ سیمه کې، وړمه ورځ د سیلاب له کبله د څو ساعتونو لپاره تړل شوې وه .

سیلابونو د لارې د ویجاړۍ تر څنګ زرمت ولسوالۍ  کې کرنیزې ځمکې،باغونه او یو شمیر کورونه  هم زیانمن کړي او خلک له اسلامي امارته او مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي. 

د زرمت ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« دا سېلابونه داسې مهال راوتلي،چې د خلکو فصلونو ټولو وخت دی. خلکو ته یې ډېر زیانونه اړولي دي. د خلکو کورونه یې وړي، د خلکو غلې یې وړي. د ډېرو خلکو کورونه ویجاړ شوي دي.» 

د زرمت ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« تاسو ګورئ! د سېلابونو له امله لاره بنده شوې ده. له حکومته مو هېله دا ده،په کومه لاره،چې اوبه راوتلي، مخنیوي یې وکړي. دا خلک ټول په انتظار دي، سېلابونو سړکونه خراب کړي.»  

مرکز ګردیز،احمد ابا، احمدخېل، اریوب ځاځيو او لجې منګل ولسوالیو کې هم سیلابونو زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې، کورونه او هټۍ زیانمنې کړې دي. 

د لجې منګل اوسېدونکي وایي،هر څه یې سیلابونو وړي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د لجې منګل ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی، باید همکاري ورسره وشي.  هغه کوم شیانو مو چې لرل، هغه سېلابونو له منځه یوړول. په خدای هېڅ هم نه دي راپاتې.»  

د پکتیا ولایت اطلاعاتو  او کولتور مشر خالقیار احمدزی وایي، وړمه ورځ سېلابونو مرکز ګردیز او یو شمیر ولسوالیو کې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي،خو د سر زیان نه لري. 

احمدزي زیاته کړې:« سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې.سلګونه جریبه باغونه له منځه تللي  او لسګونه کورونه وېجاړ شوي دي. دغه راز د سېلابونو له امله د زرمت ولسوالۍ کې هم خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.» 

پیښو ته د رسېدو چارو ریاست مسوولین وايي،د وروستیو اورښتونو له کبله یې بیلابیلو سیمو کې خلکو ته د اوښتو زیانونو سروې پیل کړې او له یو شمیر کورنیو سره مرسته هم شوې ده. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist