Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

منصور: د هېواد خاورې په څېر به له اوبو هم ساتنه وکړو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/25

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو ا و برښنا وزارت سرپرست وزیر عبدالطیف منصور وايي،د هېواد د خاورې په څېر به له خپلو اوبو هم ساتنه کوي او هېڅ ډول معامله به پرې ونه کړي.

منصور وايي، د اوبو په تړاو له ایران سره شوې معاهدې ته ژمن دي او په اوسنیو شرایطو کې د دغې معاهدې تطبیق ځکه ستونزمن دی،چې خپله افغانستان وچکالۍ وهلی او اوبو ته اړتیا لري او دومره اوبه نه شته دی،چې هم پر کور دننه اړتیا پوره کړي او هم ایران ته ورسیږي. 

دغه راز منصور وايي، له ایران سره یې د کمیسارانو پر مشرۍ د تخنیکي ټیمونو ناستې شوي دي. 

هغه  زیاته کړه:« په موږ په خاوره دومره قرباني ورکوو،دا اوبه هم د دې خاورې دي، له  چاسره معامله پرې نه کیږي. د هلمند معاهدې ته موږ ژمن یو او په هغو اصولو باندې اول باید موږ  د خپل کور غم وکړو،چې خلک د څښاک اوبه نه لري. زموږ د بزګرانو فصلونه وچ شوي او د مالدارانو مو له تندې مالونه مړه شوي دي، په داسې شرایطو کې چې موږ ته پر معاهده باندې عمل کول ستونزمن دي،ځکه دلته اوبه نه رسیږي،نو ایران ته به څه ورسیږي.» 

خو د اوبو تنظیم ادارې مخکینی مشر  خان محمد تکل بیا وايي،له ایران سره د شوې معاهدې پر سر باید هېڅ ډول خبرې ونه شي او یوازې هغه درې نقطي،چې ورته ټاکل شوي،په هغې ورسره بحث وشي. 

خان محمد تکل وايي،که ایران سره د اوبو پرسره خبرې هم کیږي باید دتخنیکي ټیمونو پرکچه وي نه د وزیران په کچه .

تکل زیاته کړه:« د هلمند معاهدې په اړه له ایران سره د وزیرانو پر کچه هره سیاسي ناسته مردوده او ناروا ده. د هلمند معاهدې په اړه دې له ایران سره صرف  د درېیو نقطو د تعین په اړه خبرې وشي او دغه خبرې دې،د تخنیکي انجنیرانو په واسطه وشي،نه د وزیرانو او سیاسي اشخاصو لخوا.» 

اخوا د سیاسی چارو کارپوهان بیا وايي، په اوسنیو شرایطو کې افغانستان په داسې موقف کې نه دی،چې له ایران سره دې د اوبو پرسره خبرې وکړي او د خپلو اوبو مدیریت توان هم  نه لري او کابل د دې لپاره نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري . 

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي:« ایا افغانستان خپلې اوبه ښیې مدیریت او اداره کوي ؟ تر اوسه نه. که ښیې یې اداره کړو،نو د خپلو اړتیاو له پوره کیدو وروسته ښايي ایران ته اوبو ورکړو او د دې لپاره  د نړیوالو تخنیکي همکارۍ ته اړتیا لرو. دا یوه اوږد مهاله پروژه ده،چې په یوه او دوه ورځو کې نه کیږي.» 

د هلمند سیند د اوبو د معاهدې پر اساس،چې په ۱۳۵۱ کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ لاسلیک شوې وه،ایراني لوری مکلف ګڼل شوی وه،چې افغانستان ته له چاه بهار بندره  د ګټې اخېستنې زمینه برابر وي او همدا راز د هلمند پر سیند به  د درېیو لویو بندونو جوړېدو لګښت هم ورکوي. 

د هلمند سیند معاهدې له لاسلیک وړاندې او وروسته ایران هرکال درې ملیارده متره مکعبه اوبه له افغانستان ترلاسه کړي،نه یوازې داچې ایراني لوري د دغو اوبو بدل کې کابل ته څه ورکړي،بلکې دا هم نه مني،چې له افغانستانه یې اوبه ترلاسه کړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist