Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: که اسلامي هېوادونه اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني ملاتړ دې وکړي 

مجاهد: استرالیايۍ خبریاله د نظام پر خلاف د پروپاګند له امله اېستل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/24

وروسته له هغې چې فارن پالیسۍ په‌ افغانستان کې د خپلې خبریالې د نیول کیدو او تحقیقاتو خبر ورکړ، د افغانستان اسلامي امارت دغه خبریاله په جاسوسۍ تورنه کړه. 

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي،د خبریالۍ په نوم استخباراتي ماموریت ته به په افغانستان کې تر ابده اجازه ورنه کړي.

هغه زیاته کړې:«د خبریالانو په نامه د استخباراتو مامورین په خپل هېواد کې نه پریږدو.استرالیایۍ خبریاله لېن اودانیل په واقعیت کې غوښتل په افغانستان کې، د نظام پر خلاف پروپاګند وکړي او کوم استخباراتي ماموریت اجرا کړي،چې له هېواده شړل شوې او نور به د ابد لپاره افغانستان ته نه راپریښودل کیږي.» 

خو د فارن پالیسۍ دغه خبریاله لېن اودانیل بیا وايي، هېڅوک پرې استخباراتي ماموریت او جاسوسي فعالیت نه شي ثابتولای او ټول اعترافونه ترې په زور اخېستل شوي دي.

اودانیل زیاته کړه:«هغوی د دغو ټویټونو پر بنسټ پر ما تور نه شي پورې کولای.له ما ویډیو شوې وه، د هغوی خبرې سمې نه دي او د هغوی چلن هم له ما سره ښه نه وه.» 

فارن پالیسي ورځپاڼې او اودانیل هم لیکلي، دوی د اجباري ودونو او د زور نکاح ګانو په اړه یې راپورونه جوړ کړي ول، چې همدا یې د نیول کیدو او شړل کیدو لامل شوي.

اودانیل وايي:«زه یو کال مخکې بامیانو ته تللې وم او یو تحقیقي راپور مې جوړ کړی وه،چې نجونې په زور واده کېږي او دا راپور د طالب ځواکونو په تړاو وه،چې همدا پر هغوی ښه نه و لګیدلی،نو ځکه یې زه ونیولم.»

د همدغو لاملونو له کبله د فارن پالیسۍ د دغې خبریالې کاري جواز هم د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزارت له لوري ځنډول شوی وو.

تر دې وړاندې د وایس نیوز په نوم یوې امریکايي رسنۍ او یوې هندي رسنۍ هم داسې راپورونه کړي وو،چې د افغانستان اسلامي امارت د افغاني کلتور او اسلامي اصولو خلاف بللي وو او له هغوی یې د کاري جواز اخېستلو ترڅنګ، هغوی ته له هېواده په بېړنۍ توګه د وتلو امر هم کړی وه. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist