دوی وايي، د تورلیست مسله،چې باید دهوکړې پر بنسټ حل شوې وای،لاهم پرخپل ځای پاتې ده او د اسلامي امارت مشرانو نومونه ترې نه دي لرې شوي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« د طالبانو او د امریکامتحده ایالتو ترمنځ د دوحې تړون ځینې موارد د طالبانو او ځینې موارد د امریکامتحده ایالتو له لوري په عمدي ډول باندې نقض شوي دي. د دغه تړون درېیم بند د طالبانو له لوري نقض شوی دی،چې په هغه کې د زعامت یا د موقت او یاهم د ایتلافي حکومت جوړولو موضوع وه،چې نقض شوه او د امریکامتحده ایالتو له لوري د تورلیست مسله،چې باید سپین شوی وای نقض شوې ده. اوس د امریکامتحده ایالتو د دوحې تړون نه تطبیق د پلمې په توګه نیولی او غواړي،چې د طالبانو په حکومت کې تغیرات راولي.»
ځینې نور بیا په دې باور دي،چې د دوحې هوکړه د تیر افغان حکومت، اسلامي امارت او نړیوالو ترمنځ د سولې تړون و او کله چې اسلامي امارت پرټول افغانستان له نظامي پلوه حاکم شو، نو دغه تړون خپل ماهیت او ارزښت له لاسه ورکړی.
دوی وايي، غوښتنه یې دا ده،چې نړۍ او په ځانګړې توګه امریکا باید له کابل سره دتعامل لپاره پر نویو لارو چارو او شرایطو خبرې پیل کړي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« کله چې طالبانو د تیر کال اګسټ په ۱۵ مه ټول افغانستان په نظام توګه په زور ونیوه نو د دوحې تړون خپل ارزښت ماهیت او کیفیت له لاسه ورکړ،د دوحې تړون د سولې تړون وو،په هغه صورت کې،چې دلته یو افغان حکومت وو،چې دغه تړون د افغان حکومت طالبانو او نړیوالو ترمنځ یو درې اړخیزه تفاهم وو. دا چې اوس طالبان حاکم دي او بل افغان لوری نشته دی،د دوحې تړون د عملي کولو په برخه کې لارې چارې او میکانیزم خپل ماهیت له لاسه ورکړی.»
انګیرنې دا دي،چې اوس امریکا د دوحې تړون د نه تطبیق په پلمه غواړي،چې پر کابل فشار راوړي او له همدې لارې په اوسني حکومت کې د خپلې خوښې تغیرات پر چارواکو ومني.