Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امام علي رحمان: په افغانستان کې وضعیت د خرابېدو په حال کې دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/24

د منځنۍ اسیا هېوادونو د ولسمشرانو څلورمه مشورتي غونډه چې د قرغزستان په چالپون اتا ښار کې جوړه شوې وه، د افغانستان د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودل شوې. 

ناسته کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان  ویلي، په افغانستان کې وضعیت د خرابېدو په حال کې دی،چې د سیمې په هېوادونو به منفې اغیزې ولري. 

بل خوا د قرغزستان ولسمشر بیا ویلي، په افغانستان کې وضعیت هیڅ د اټکل وړ نه دی او د ثبات لپاره یې باید هڅې وشي.  

د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي،د سیمې ځېنې هېوادونه غواړي،له حاکم حکومت سره ښې اړیکې ولري،خو ځينې نور لکه تاجکستان بیا تورونه لګوي او د رحمان وروستۍ څرګندونې د مقاومت ډلې پر ملاتړ  دي. 

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګر وال وايي:«د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان په اړه وېشلي نظرونه لري. یو شمېر هېوادونه، د بیلګې په ډول ازبکستان او ترکمنستان غواړي،چې له افغانستان سره ښیې اقتصادي او سیاسي اړیکې وپالي. خو یو شمېر نور هېوادونه،چې په سر کې یې تاجکستان دی،چې له افغانستان سره ښیې اړیکې نه لري. تاسو په هېږئ، هلته د مقاومت په نوم کومه ډله،چې شتون لري، د هغوی پر پلوۍ ځینې تورونه پر طالبانو پورې کوي.»  

ځينې بیا د سیمې هېوادونو دغه اندېښنې بې ځایه او پروپاګند بولي او وایي، له ۴۵ کلونو وروسته په لومړي ځل افغنستان کې سر تا سري امنیت راغلی دی. 

د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ وايي:« په افغانستان کې له ۴۵ کالونو وروسته یو سرتاسري امنیت راغلی دی  او طالبان که څه هم د سنګرونو خلک ول، ډېریو یې دیني او مذهبي ملایان دي،خو وشو کړی،چې د افغانستان وضعیت ډېر ژر کنټرول  او په ټول هېواد کې خپل حاکمیت ټېنګ کړي.» 

که څه هم د ا فغانستان اسلامی امارت د دغو اندېښنو په اړه تازه کوم غبرګون نه دی ښودلی،خو له وړاندې یې ویلي ول،چې د افغانستان خاوره به د هېچ چا پر ضد نه کارول کېږي.

بل خوا غوښتنه بیا دا ده،چې نړیوال دې د ناندریو پر ځای د افغانستان لاس نیوی وکړي،تر څو له بد اقتصادي وضعیت را ووځي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist