Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلک: اسلامي امارت له کوم معقول لامل پرته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/23

په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو کال پوره کیږي،خو لا یې هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې نه دي پرانېستل شوي.  

عام افغانان وايي، نور له دې حالته ستړې دي او هر څومره چې ژر کېږي، باید نجونو ته د زده کړو مسلم حق ورکړل شي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:«موږ وایو، ترڅو نجونو د زده کړو حق ورنه کړل شي، ښځو ته د کار حق ورنه کړل شي، دا هېواد نه جوړېږي. موږ باید ښوونځيو نجونو ولېږو. نجونو باید ښوونځيو ته ولاړې شي او مدرسو ته ولاړې شي. موږ ټول دا حق لرو. دا له طالبانو پورې اړه نه لري، د افغانستان خلکو پورې اړه لري.»   

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« په ټوله نړۍ کې د ښځو مخنیوی هېچ چا نه دی کړی. زموږ په ټولنه کې هم باید د دوی  ( ښځو) مخنیوی ونه شي. انشاء الله زموږ مشرانو به هم په دې اړه فکر وکړي.زموږ هېله دا ده،چې ژر تر ژره نجونو ته اجازه ورکړي،چې ښوونځیو ته ولاړې شي.» 

د نصیب هاشمي په نوم کس چې له میدان ښاره یې کابل ته د درملنې له پاره د نسايي ولادي ناروغان راوړي، وايي،سیمه کې يې د ښځينه ډاکټرانو نه شتون د دې لامل شوی دی، چې ناروغان کابل ته راوړي.

په ورته وخت کې هاشمي وايي،، ښوونځيو ته د نجونو تلل د ټولنې مهم ضرورت دی.

هاشمي زیاته کړه:« د میدان ښار له روغتونه راغلی یم. هلته ښځينه جراحه نه وه،چې زما د ولادي مریض عملیات یې کړی وی. نو همدې امله رابعه بلخي روغتون ته راغلی یم.»  

هاشمي وايي، د اسلامي امارت په اداره کې دې هغه افراد او کړۍ مالوم او ولس ته وښودل شي،چې د نجونو د زده کړو خنډ ګرځيدلي دي.

هغه زیاته کړه:« زموږ هېله د افغانستان له اسلامي امارته دا ده،چې هغه کړۍ،چې نه غواړي،د نجونو ښوونځي پرانېستل شي، هغه دې په ډاګه کړي، ترڅو ولس هغوی ته قناعت ورکړي،چې ته ولې د دې لامل ګرځې،چې د نجونو ښوونځيو پرانېستلو ته اجازه نه ورکوې.؟ »  

تازه په کونړ ولایت کې ديني علماوو، مشرانو او مخورو د يوې سترې غونډې پر مهال له اسلامي امارته د نجونو د زده کړو برخه کې د پرتو خنډونو د حل غوښتنه کړې. 

بل پلو د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغې غونډې ملاتړ او هرکلی کړی او له شپږم ټولګي  پورته يې د نجونو پر مخ د ښوونځيو د دروازو پرانېستلو غوښتنه کړې. 

کرزي زیاته کړې:« کونړ کې د ديني علماوو، مشرانو او مخورو د هغې غونډې کلک ملاتړ او هرکلی کوم،چې په کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د بېرته پرانېستلو له پاره جوړه شوې وه. د هېواد ترقي او پرمختګ د نجونو او هلکانو په تعلیم پورې تړلی دی.» 

سره له دې چې پر کور دننه او بهر له اسلامي امارته په ياده برخه کې د پرمختګ غوښتنې کیږي، خو اسلامي امارت تر اوسه پورې په خپلې کړې پرېکړه ولاړ او لا یې د نجونو د ښوونځیو په تړاو ښکاره دريځ نه دی غوره کړی. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist