Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یوناما: افغاستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره د بشر حقونه تر پښو لاندې شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/21

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) افغانستان کې د اسلامي امارت د لومړیو ۱۰ میاشتو په اړه راپور خپور کړی دی. 

یوناما په خپل راپور کې، ‌افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي،چې په افغغانستان کې د  اسلامي امارت له واکمنیدو سره د بشر حقونه تر پښو لاندې شوي دي. 

د یونا ما سرپرست مشر مارکس پوتزل ویلي، په دې وروستیو کې په وسله وال تاوتریخوالي کې د پام وړ کمښت راغلی،خو له دې سره سره د قومي او مذهبي لږکیو پر وړاندې تاوتریخوالی روان دی او له ښځو یې خپل حقونه اخېستل شوي دي. 

پوتزل ویلي، زده کړې د ټول بشر اساسي حق دی او د ټولنو د پرمختګ لامل کیږي. 

 د پوتزل په خبره، د ښځو او نجونو په کور کېنول به د دوی مرستې را کمې او له اسلامي امارت یې غوښتي،چې نجونې دې له دې حق محرومې نه کړي. 

هغه زیاته کړې:« د نجونو زده کړې یوه مهم موضوع ده،چې یوناما خپل نظر حاکمو چارواکو ته واضيح کړی دی، د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو ګډون یو اساس دی او د یوه هېواد په ډول د افغانستان د پرمختګ لپاره اړین دی.  په کور د ښځو او نجونو کېنول دوی له خپلو اساسي حقونو او خپل سهم چې افغانستان کې لري،له هغې محرموي.» 

یوناما د وروستي امنیتي وضعیت په اړه خوښي ښودلې،خو وایي،له دې سره سره په عامه ځایونو کې د بریدونو له امله له ۲ زره زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یوناما د بشري حقونو  څانکې مشره فیونا فریزر وايي:« د  تېر کال د اګست میاشتې له نمایي وروسته تر ۲۰۲۲زېږدیز کال د جون میاشتې تر نمایي پورې یوناما د ۲۱۰۶ کسانو مرګ ژوبله ثبت کړې ده. له دې ډلې ۷۰۰ کسان وژل شوي، ۱۴۰۶ نور ټپیان شوي،چې ډېری یې د عراق او شام په نوم ځان معرفي کونکې ډلې ته د منسوبې خراساني څانګې لخوا په هدفي بریدونو کې په نښه شوي دي.» 

فریزر د افغانستان اسلامي امارت د بشر حقونو په نقض تورنوي او وایي، د امربالمعروف وزارت او د استخباراتو رایست په دې برخه کې ډېر ښکیل دي.

هغې زیاته کړې:«یوناما په ځانګړې توګه د بشر حقونو د نقض په برخه کې د دوه ادارو لاسوهنو ته ډېره اندېښنه لري،چې یو یې د امربالمعروف وزارت دی او بل هم د استخباراتو ریاست او په ځانګړې توګه دوی ته په دغه راپور کې اشاره شوي ده.» 

خو  د افغانستان اسلامي امارات ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د یوناما دغه راپور ته غبرګون ښودلی او دا یې بې اساسه بللی دی.

هغه زیاته کړې:«په افغانستان کې د بشري حقوقو په نامه د یوناما راپور حقیقت نه لري. په هېواد کې هېڅ ډول خپل سرې وژنو او نیونو ته اجازه نه شته دی. که څوک په خپل سري ډول وژنې او یا نیونې وکړي،پخپله مجرم ګڼل کیږي او له شرعي قانون سره به مخ کیږي. په دې مورد د یوناما راپور حقیقت نه لري، بلکې پروپاګند دی.» 

یوناما ویلي،چې د افغانستان اسلامې امارت ځواکونو په لسګونه خبریالان نیولي او وهلي ډبولي دي. 

یوناما همدراز ویليو ګڼ شمیر وګړي د اسلامي دولتي نومې ډلې یا داعش سره د لاس لرو په تور نیولي شوي او وژل شوي دي،خو اسلامې امارت بیا دغه ادعاوې بې بنسټه بولي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist