د اوکراین جګړې او د چین ځواکمنې اقتصادي ودې له سیاسي او اقتصادي پلوه پر لویدیځ فشار راوړی او دغو فشارونو یو ځل بیا دې ته لار هواره کړې،چې نړۍ دوقطبي لور ته ولاړ شي.
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، ایران ته د روسیې او ترکیې ولسمشرانو، ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوغان سفر او سعودي عربستان او اسرائیلو ته د امریکامتحده ایالتو ولسمشر جو بایډن تګ هغه څه دي،چې د نړۍ د دوو زبرځواکو هېوادونو ترمنځ په سیمه کې د رقابتي سیاست ښکارندوي کوي.
دوی په دې باور دي،چې د دغو رقابتي سیاستونو له امله نړۍ دوه قطبي کیدو خواته روانه ده،چې د یوه لوري مشري د امریکامتحده ایالت کوي او د بل بیا چین او روسیه کوي او په داسې یوه حالت کې کابل باید بې پلوه سیاست غوره کړي.
د دوی په باور په سیمه کې د واشنګټن او مسکو رقابتي سیاستونه دا فغانستان لپاره زیات مهم دي او باید دغه ماسایل له نږدې وڅاري،ځکه افغانستان له سیمې سره په تازه سیاسي او اقتصادي لوبه کې ښکیل کېدونکی دی.
د پوهنتون استاد محمد ځلاند وايي:«نړۍ بېرته د دوه قطبي کیدو پر لور روانه ده. یوه لور ته غرب د امریکامتحده ایالتو پر مشرۍ باندې، بل خوا ته د چین او روسیې پر مشرۍ باندې شرقي هېوادونه دي،په دې کې د افغانستان لپاره ترټولو مهمه داده،چې نا پیلی سیاست ولري او غوره یې کړي.»
د سیاسي چارو کارپوه بلال فاطمي وايي:« امریکا ځي اسرائیلو او سعودي ته او په دې منطقه کې پوټین او ترکیه راځي،ایران ته دا ټول هغه سیاسي رقابتونه دي،چې په منطقه کې موجود دي،خو دا د افغانستان لپاره ډېر مهم دي او افغانستان باید دغه مسایل په ډېر دقت باندې وڅیړي او تعقیب یې کړي،ځکه له موږ سره روسیه ایران او پاکستان په منطقه کې راسره لوبه کې دي، نه امریکا او اروپا.»
د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی بیا وايي، د امریکا له متحده ایالتو او روسیې دا تمه غلطه ده،چې د افغانستان په ګټه به کار وکړي،دغه هېوادونه خپلې ګټې پالي او د افغانستان په څېر واړه هېوادونه د دوی د ګټو ښکار دي.
نیازی وايي، اړینه دا ده،چې کابل د دوی له خپل منځیو رقابتي سیاستونو له زیان ځان وساتي.
هغه زیاته کړه:«له پوتین او بایډن دا تمه نه شي کیدای،چې دافغانستان په ګټه دې کار وکړي،ځکه دوی ته تل خپلې ګټې مهمې دي او د خپلو ګټو په لټه کې دي او د افغانستان په څېر واړه هېوادونه تل د دوی د ګټو ښکار ګرځیدلي دي او ګرځي.»
له هغې وروسته،چې د امریکامتحده ایالتو ولسمشر جو بایډن اسرائیلو او سعودي عربستان ته سفرونه وکړل او ظاهرآ یې په ځينو برخو کې ورسره تړونونه لاسلیک کړل،نو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په سیمه کې د امریکا متحده ایالتو مخالف هېواد ایران ته سفر پیل کړ او د ترکیې ولسمشر هم تهران ته ورغلی،چې د درې واړو هېوادونو مشرانو پرمهمو سیاسي،اقتصادي او پوځي موضوعاتو خبرې کړې دي.