Skip to content
په سوېل کې د پکتیکا ارګون ولسوالۍ شل بستریز روغتون ته د نهه ولسوالیو د سر روضې ، سروبي ، برمل ، ګومل ، نکه ، ګیانه زیړوک او خوشامند ناروغان ور وړل کیږي او د امکاناتو له کمښت سره مخ دی.
د یاد روغتون مشر بسم الله وایي، روغتون ته یې د یوې ولسوالۍ امکانات ورکول کیږي او درملنه په کې د نهه ولسوالیو د ناروغانو کوي.
بسم الله وايي،د عامې روغتیا وزارت ورسره د بسترونو،تکشیل او د د درملو د زیاتوالي ژمنه کړې ده.
هغه زیاته کړه:« د ارګون زون مربوطه نهه ولسوالۍ لري. په دغو ولسوالیو کې فرعي مرکزونه شته، خو بسترونه نه لري او همدا دا د ارګون ۲۰ بستریز روغتون دی. مالومه خبره ده ، چې بسنه نه کوي.»
روغتون کې بستر ناروغان او پایوازان د درملو او نورو امکاناتو د کموالي خبره کوي او له عامې روغتیا وزارت غواړي،چې ارګون روغتون ته دې بېلابېلو برخو کې امکانات زیات کړي.
د ارګون ولسوالۍ یو تن دیني عالم عبدالوکیل وايي:« خلک روغتون کې ډېری وخت له ستونزو سره مخامخ وي. ټول د باندې بازار ته د درملنې لپاره ځي او یا بسترونو کې ځای نه وي، ناروغان دهلیزونو کې پراته وي. ډاکتران کم دي،باید تشکیل او بسترونه زیات شي ، چې په سم ډول په کې د نهه ولسوالیو ناروغانو درملنه وشي.»
د ارګون ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« اقتصادي ستونزې ډېرې دي. ډیری خلک پیسې نه لري،له بازاره خلک درمل نه شي اخیستلی، باید چې درمل زیات ورکړل شي.»
د ارګون ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« درمل چې درته ولیکي،ټول نه درکول کیږي ، یو یا دوه پاکټه ګولۍ وي، نور به ټول درمل له بازاره اخلې. ارګون روغتون ډېرې ستونزې لري.»
یادو نهه ولسوالیو کې روغتیایي مرکزونه شته دي، خو بستر نه لري او اوسیدونکي یې اړ دي،هغه ناروغان ارګون روغتون ته د درملنې لپاره یوسي،چې بستر ته اړتیا ولري.