خو اوس د یاد هېواد د ګډوالو چارو وزارت وزیر شان فریزر ویلي، د ۱۸ زره افغان پناه غوښتونکو قضیې یې څیړلي او تر دې د زیاتو کسانو د منلو وړتیا نه لري.
هغه زیاته کړې:« موږ په دې هېواد کې د ۴۰ زره افغان پناه غوښتونکو د منلو پروګرام تړو. تر اوسه پورې مو د ۱۸ زرو افغانانو غوښتنلیکونه څېړلي دي،خو د کاناډا دولت د دې پروګرام د نورو کسانو د منلو او کاناډا ته د استولو توان او ظرفیت نه لري.»
د کاناډا د دولت دغې پریکړې په درېیمګړو هېوادونو کې پاتې افغانان خواشیني کړي دي. پاکستان کې منتظر خبریالانو په یوه پریکړه لیک کې ویلي، د دوی ژوند له ګواښونو سره مخ دی او د دندې او هېواد پريښودو ته اړ شوي دي.
پاکستان کې یو تن افغان خبریال وايي:« له کومې چې طالبانو پر افغانستان واک موندلی، د بیان او رسنیو ازادۍ په ګډون ټول دیموکراتیک ارزښتونه زیانمن شوي دي. له هغه مهاله د ۷۰ سلنه رسنیو فعالیت درېدلی دی، سلګونه خبریالان د طالبانو له لوري له تاوتریخوالي سره مخ شوي او ګواښل شوي. که چېرته خپلې دندې پرېنږدي نو وبه وژل شي.»
اسلام اباد کې بند افغان خبریالان وایي، له څو میاشتو راهیسې منتظر دي،چې قضیو ته یې ځواب وویل شي.
هغوی پر ټولو هغو هېوادونو او ټولنو د مرستې او همکارۍ غږ کړی دی،چې په دې برخه کې یې د مرستو ژمنې ورسره کړې وې.
پاکستان کې افغان خبریال ببرک دروېش وايي:« دلته خبریالان هغه غوښتنې،چې له نړیوالې ټولنې او د پاکستان له حکومته یې لري، په همدې موخه راټول شوي دي. نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول هغو هېوادونو چې له افغانستان یې د ژورنالیستانو د اېستلو ژمنه کړې وه. دوی ( ژونالیستان) دلته له میاشت، میاشتو راهېسې بې برخلیکه پراته دي.»
پاکستان کې افغان خبریاله نادیه ګلاب زاده وايي:« څه باندې نهه میاشتې کېږي،چې دلته اسلام اباد کې یم او پرته له دې چې د خبریالانو ملاتړو بنسټونو له لوري حمایت شم، دلته اوسم. نن دا لاریون هم د همدې لپاره دی،چې د خبریالانو کېسونو ته رسېدنه وشي او تر هغې به زموږ اعتراض دوام ولري،تر څو چې مو کېسونو ته رسېدنه نه وي شوې.»
د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې داسې مهال افغان خبریالان لاریون کوي،چې په دې وروستیو کې ترکيې، ایران او د سیمې نورو هېوادونو ته هم د رسنیو ګڼ شمیر کارکوونکي له بد اقتصادي وضعیت او نورو لاملونو له کبله کډوال شوي دي.