Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې بیا زلزله شوې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/19

د پکتیکا ولایت ځايي مسولین وايي،د دغه  ولایت په ګیان او زیړوک ولسوالیو کې له تیرې ورځې راهیسې نږدې ۳۰ ځلې زلزله شوې ده.

ځايي خلک وايي، یوازې له نن سهاره تر دې دمه یاد ولسوالیو کې ۴ ځله زلزله شوې ده. 

په دغه زلزله کې لسګونه بابه کورونه هم زیانمن او یا بشپړ نړیدلي دي.

د یاد ولایت داطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر محمد امین حذیفه وايي، پرون شپه د زلزلې له امله یو شمیر کورونه ویجاړ شوي او دښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان ټپيان شوي دي.

دغه راز حذیفه وايي، په ګیان ولسوالۍ کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۳ تنه او په زیړوک کې ۱۸ تنه ټپيان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه راز ځايي مسوولین وايي، د ګیان ولسوالۍ په ږلۍ کلي کې له زلزلې سره هم مهاله له ځمکې ویرونکي غږونه اورېدل شوي. 

د مسولینو پر وینا، د سیمې خلک د یادو غږونو په اورېدو سره سخت  اندېښمن شوي دي. 

د ږلۍ کلي اوسیدونکو  له مرکزي حکومته یې غوښتي دي،چې ګیان ولسوالۍ ته جیولوجیکي ټیم ولېږي.

اخوا د افغانستان اسلامي امارت د رئیس  الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې له امله پر اوښتو زیانونو خواشیني ښودلې او د اړونده ادارو مسوولینو ته یې امر کړی دی،چې له شته امکاناتو په استفادې دې زلزله ځپلو ته رسېدنه وکړي .

دا په داسې حال کې ده، چې د غبرګولې پر ۳۱مه نېټه د رېښتر پر کچه ۶،۱ درجې زلزلې د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ او شااوخوا سیمو کې له زرو زیات کسان مړه او سلګونه نور یې ژوبل کړل.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist