Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا له سعودي عربستان سره پر ګډه  د ترهګرۍ ضد جبهه پرانیزي

admin by admin
2022/07/18

نږدې یوکال پوره کېږي،چې افغانستان له یوې خونړۍ جګړې راوتلی،خو د نړیوالو له نظره اوس هم افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ پرځای دی،چې دوی یې په اړه وخت ناوخته اندېښنې څرګندوي.

د امریکا متحده ایالت د افغانستان په ګډون له منخني ختیځ اندېښنه لري،چې ځای به یې سیال هېوادونه ډک کړي او ترهګري به وده وکړي.

د یاد هېواد ولسمشر جوبایډن وايي، اوس له سعودي سره پر ګډه کار کوي،چې د ترهګرۍ پرضد یوه ګډه پرانېزي. 

بایډن زیاته کړه:« اجازه را کړئ! په واضح توګه ووایم،چې د امریکا متحده ا یالت به له  منځني ختیڅ سره یو فعال او ګډ ملګری پاتې شي. لکه څرنګه چې نړۍ  لا هم سیالي کوي او هغه ننګونې،چې موږ ورسره مخ یو، ډېرې پېچلې دي.  دا ماته واضح شوې،چې د امریکامتحده ا یالتو غوښتنې څومره د منځني ختیځ له بریاوو سره نږدې دي. موږ به لرې لاړ نه شو  او داسې تشه به پرې نږدو،چې چین، روسیه یا ایران يې ډکه کړي. موږ به  هڅه کوو،چې اوس مهال د امریکامتحده ایالتو د مشرتابه لپاره فعال اصول رامنځته کړو.» 

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د افغانستان اسلامي امارت د امریکامتحده ایالتو ته د سولې په هوکړه کې د دې ډاډ ورکړی دی،چې د افغانستان خاوره به د چا پرضد ونه کارول شي،خو نړیوال اوس هم پر اسلامي امارت باور نه لري او هڅه کوي،چې افغانستان او سیمه کې د بیا ښکلیتا لپاره ترهګري پلمه کړي. 

دوی وايي، په منځني ختیځ کې د امریکا متحده ایالتو او سعودي عربستان ټلواله کولای شي،پر نړیواله کچه د وسله والو ډلو مالي امکانات محدود کړي او دا به پر افغانستان مثبت اغیز وکړي.

د دوی په وینا د خلیج هېوادونو له اړخه افغانستان کې وسله والو ډلو ته مالي امکانات برابریږي.

د سیاسي چارو کارپوه اجمل سهیل وايي:« ځینې بډایه هېوادونه،په منځني ختیځ کې دي،چې له  وسله والو ګروپونو سره په بې سارې توکه مالي مرستې کوي. کله چې د امریکا متحده ایالات او سعودي عربستان د خلیج هېوادونو څانګې سره همغوي کېږي،د هغوی مالي امکانات وچوي او له منځه یې وړي. دا به پر نړیواله کچه پر ترهګرۍ باندې خورا اغیز وکړي،په ځانګړې توګه افغانستان کې چې داعش خراسان څانګه او القاعده په کې دي، دوی زیات امکانات له خلیجي هېوادونو ترلاسه کوي.» 

د افغانستان اسلامي امارت او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې هم ښې نه دي،خو په لومړي ځل افغانانو سره د مرستې لپاره د امریکا متحده ایالتو له ریاض سره خبره راپورته کړې او په یوه ګډه اعلامیه کې یې په بشري مرستو ټینګار کړی دی.

کارپوهان وایي، د افغانستان اسلامي امارت کولای شي،په فعال سیاست چې هیڅ لوری ترې اغیزمن نه شي کولای شي،د سعودي عربستان او  د امریکا متحده ایالتو د هغه ایتلاف له مثبتو ګټو برخمن شي،چې  د ترهګرۍ پر ضد یې جوړوي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« نړي د ویش لور ته روانه ده. د امریکا متحده ایالتو یکتازي پر نړیواله کچه کمزورې کېږي. چین روس او نور سیمه ییز لوبغاړي خپل موقف او ځای په نړیوال سیاست کې غواړي.  د افغانستان لپاره ترټولو مهم مثبت فعاله سیاست او له ټولو سره یو ډول چلن کول سیاست ده.هېله ده، د امریکا متحده ایالتو نفوذ په منځني ختیځ کې د افغانستان لپاره ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه هغه څه اوسي،چې موږ ترې ګټه پورته کړو، نه دا چې بیا د ترهګرۍ قرباني وګرځو.» 

 د امریکا متحده ایالت،چې د نړیوال مشرتوب او سعودي عربستان له اسلامي هېوادونو سره استازيتوب ادعا لري، تر اوسه پورې یې د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی،ؤخو ترهګرۍ سره مبارزه کې ترې هیلې لري.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist