Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د درملو او خوړو ملي اداره: افغانستان په کافي اندازه درمل او طبي وسایل لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/17

 د درملو او خوړو ملي ادارې مشر عبدالباري عمر او د درملو واردونکي لوی شرکتونه وايي، بازار کې درمل شته دی او کومه برخه کې د درملو  له کمښت سره نه دي مخ شوي.

دوی هغه ګونګوسې ردوي،چې ګواکې لوی شرکتونه او درملتونونه د درملو له کمښت سره مخ دي.

د درملو او خوړو ملي ادارې مشر عبدالباري عمر وايي، هېواد کې په کافي اندازه درمل تولیدکیږي او وارداتو کې کوم ځنډ نه دی رامنځته شوی.

عمر زیاته کړه:« موږ په دې برخه کې ډېره هڅه کړې،ترڅو د درملو قاچاق مخنیوی وکړو او درمل په قانوني لارو راوړل شي. د درملو واردوونکی باید دلته  قانوني اسناد او شرکت ولري. د شرکت قانوني اسناد باید ولري، هغه اسناد،چې د درملو کیفیت تضمین کوي، هغه اسناد،چې د درملو بیې تضمین او کنټرول کوي.دوی باید هغه اسناد په لاس کې ولري.»  

په ورته وخت کې عمر وايي، بازار کې یې د خپلسریو مخنیوی کړی اوهېچاته به اجازه ورنه کړي،چې احتکار وکړي او یا بازار انحصار کړي.

هغه زیاته کړه:« دا په حقیقت کې د یو شمېر کړیو کار دی،چې هغوی په رسنیو کې عامه اذهان مخشوش کوي  او خلک په وېره کې اچوي،چې دلته درمل نه شته دی. د دې کسانو یوازې هدف دا دی،چې ځینې نامشروع غوښتنې لري، ترڅو خپلې غوښتنې پر اداره باندې ومني. په دغه برخه کې موږ ډېره هڅه کړې،چې عاملین باید عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.» 

بل لور ته بیا د درملو د تولیدي کارخونو مسوولین وايي، هغه درمل پلورونکي د درملو له کمښت سره مخ دي،چې له کلونو یې په غیر قانوني او قاچاقي ډول درمل واردول او اوس یې مخنیوی شوی دی.

په دې وروستیو کې د درملو بیې لوړې شوي او درمل پلورونکي یې لامل د درملو کمښت بولي،خو مسوولین دغه ادعاوې او ګونګوسې ردوي او وايي،په کافي اندازه درمل لري.

مسوولین وایي،د درملو په قاچاق بندیز لګیدلی او عاملین به يې د قانون منګلو ته وسپاري. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ
افغانستان

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist