جنرال سر ډېوېډ ریچارډز چې اوس له دندې لرې شوی دی، د راپور خپریدو سره سم یې ویلي،که چیرې اوس هم مسوول وای، ان به يې په دې تړاو څېړنې کړې وې.
هغه زیاته کړې:« د دې څېړنې قانع کوونکي اړخ ته په کتو سره که زه اوس هم د پوځونو مشر وای، د دې پېښو د پلټنو امر مې کاوه. زه هېڅ شک نه لرم،چې د پوځونو اوسنی مشر به داسې کوم کار وکړي.»
بل خوا د بریټانیا د پوځ اوسني مشر امیر البحر ټوني رادکین بیا ویلي،په دې اړه یې څېړنې کړي او داسې هېڅ کوم څه یې نه دي موندلي،چې په خپور شوي راپور کې ادعاوې ثابتې کړي او اړتیا نه شته چې په دې برخه کې دې څېړنې وشي.
راداکین زیاته کړې:« موږ د پولیسو دوې خپلواکې پلټنې وکړې او دا دواړه دې پایلې ته ورسېدې، چې داسې څه نه دي شوي او د دغو جرمونو د تعقیب لپاره د پام وړ ثبوتونه نه شته دی. که بي بي سي نوي ثبوتونه موندلي وي،موږ به یې وګورو او دې موضوع ته به له سره کتنه وکړو.»
اخوا د بریټانیا پارلمان هم د ملکي وګړو د وژنو او جنګي جنایتونو د څېړونو په تړاو یوه اعلامیه لاسلیک کړې او له دولته یې غوښتي دي،چې باید خپلواکې څېړنې وکړي.
د بښنې نړیوال سازمان بیا ویلي ول، که د بریټانیا دولت دې کار ته تیار نه وي،نړیواله محمکه به یې وڅېړي.