Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي: سیمه کې د امریکا او روسیې وروستي سیاستونه افغانستان اغیزمن کولی شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/17

 د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وايي، په ګاونډ او سیمه کې د امریکامتحده ایالتو او روسیې  وروستي سیاستونه د افغانستان لپاره ګواښوونکي دي او له منفي اغیزو یې د افغانستان ساتنې لپاره پر بې پرې سیاست وکارول شي. 

دوی وايي، هغه مهال به کابل د واشنګټن او مسکو د وروستیو سیاستونو له اغیزو په امن وي،چې کابل منځ لاری سیاست غوره کړي او دا هغه مهال کیدای شي،چې افغانستان یو ځل بیا خپل پخوانی نړیوال حیثیت ترلاسه کړي. 

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی طارق فرهادي وايي:«  غوره شکل د دې لپاره،چې افغانستان د روسیې او امریکا متحده ایالتو له سیاستونو په امن کې وي دادی،چې یو میانه روه سیاست ولري. دا کار افغانستان هغه مهال کولای شي،چې یو قوي ، مشروع او نړۍ ته داحترام وړ حکومت ولري.» 

ځیني نور بیا وايي، په سیمه کې د امریکامتحده ایالتو او روسیې وروستیو سیاستونو ښه فرصت هم رامنځ ته کړی او په دې شرایطو کې د افغانستان متوازن سیاست کولای شي،چې له دواړو ګټه پورته کړي او دې موخې ته د رسیدو لپاره  مسلکي تګلارې جوړښت ته اړتیا ده. 

د سیاسي چاروتحلیل کوونکی عزیز معارج وايي:« که موږ وکولای شو،چې ښه مدیریت وکړو او متوازنه سیاست غوره کړو،دا د افغانستان لپاره یو ښه فرصت دی،چې کولای شي، له شرق او غربه ګټه پورته کړي او دا نه شو کولی،نو باید داسې سیاست غوره شي،چې نور افغانستان د دوی د ګټو قرباني نه شي او د دې لپاره افغانستان ته قوي پالیسي په کار ده.» 

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی حکمت الله حکمت بیا وايي، افغانستان ته په کار ده،چې ټولو خواوو ته د هغوی د ګټو ساتلو ډاډ ورکړي او د یوه ځانګړي بهرني سیاست پر مټ خپلې ملي ګټې خوندي کړي.

حکمت ټېنګار وکړ،چې د  افغانستان دولت دې متوازن بهرنی سیاست غوره کړي او خپله خپلواکي او بې طرفي باید وساتي. 

هغه زیاته کړه:« افغانستان ته په کار ده،چې په دغسې سیاستونو باندې د ټولې نړۍ اقتصادي سیاسي او ډیپلوماتیک ملاتړ خپل کړي،باید خپله بې طرفي له ټولو سره نیک مناسبات هر لوري ته د هغوی د ګټو ساتلو او د خپلو ګټو منلو سیاست خپل کړي.» 

په دې وروستیو کې د امریکامتحده ایالتو او روسیې په سیمه کې رقابتي سیاستونه پیل کړي، د روسیې ولسمشر  ولادیمیر پوتین ایران ته سفر درلود،چې د ریپوټونو له مخې هڅه کوي، د اسلامي نړۍ ملاتړ ترلاسه کړي او همدا راز امریکايي ولسمشر جوبایډن له اسرائیلو وروسته سعودي عربستان ته پر سفر وتلی دی،چې دغو سیالیو ته  د ټولې سیمه او نړۍ پام وراوښتی او له نږدې یې څاري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ
افغانستان

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026
حکومت په تېرو۴۰ ورځو کې د پوځي رژیم د جنګي جنایتونو نوملړ خپور کړ
افغانستان

حکومت په تېرو۴۰ ورځو کې د پوځي رژیم د جنګي جنایتونو نوملړ خپور کړ

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist