د امریکا متحده ایالتو ولسمشر جو بایډن له اسرائیلو وروسته سعودي عربستان ته رسیدلی دی.

سپینې ماڼۍ په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ولسمشر جو بایډن د سعودي عربستان له چارواکو سره د نورو مسایلو سربېره افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښونو او له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې پراهمیت خبرې کړي دي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« دواړو لوریو په افغانستان کې د امنیت لپاره پر مرستې او په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو د خطر په له منځه وړلو ټېنګار وکړ. دوی له افغانانو سره د بشري مرستو دوام هم مهم وباله.»

بایډن او د سعودي عربستان چارواکو ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کړی دی، سعودي چارواکو ژمنه کړې،چې د ترهګرو ډلو د مالي سرچینو وچولو لپاره به سعودي کې د ګډو هڅو یو مرکز جوړوي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« په دې لېدنه کې له ترهګرۍ او تاوتریخوالي سره د مبارزې پر اهمیت هم ټینګار وشو او د القاعدې، داعش او د بهرنیو جنګیالیو د مخنیوي او د دوی د مالي سرچینو وچولو په اړه یې هم د خپلې مبارزې اعلان وکړ.»

د امریکا متحده ایالتو ولسمشر د سعودي عربستان له چارواکو سره د افغانستان ترڅنګ، د عراق، سوریې، لیبیا، یمن او د فلسطین او اسرائیلو په اړه هم خبرې کړې دي.

د سعودي عربستان او د امریکا متحده ایالتو اړیکې د خبریال جمال خاشقجي له وژل کیدو وروسته ترینګلې وې، خو اوس باور دا دی،چې د امریکامتحده ایالت په نړیوال مارکیټ کې د تیلو بیو د کنټرول لپاره بیا له خپل سټراټیژیک ملګري سعودي عربستان سره د اړیکو د رغولو په لټه کې دی.