Skip to content
د سیاسي چارو کارپوهان وايي،له هېوادونو سره د افغانستان اوسنۍ شته سیاسي او ډیپلوماتیکې اړیکې افغانان له بحران او هېواد له نړیوالې سیاسي انزوا نه شي اېستلی.
دوی په دې باور دي،چې له کابل سره د هر ډول سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو پریکون بیه افغان ولس ورکوي او په خبره یې د افغانستان اوسني وضیعت ته په کتو اسلامي امارت ته په کار ده،چې له نړۍ سره تعامل ته د رسېدو لار غوره کړي،چې ورسره به د افغانانو اقتصادي وضیعت هم ښه شي.
په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ وايي:«هره هغه سیاسي او ډیپلوماتیکه اړیکه،چې له کابل سره خرابیږي،په حقیقت کې د افغانستان خلک یې قیمت ورکوي. که بهرنۍ مرستې پر افغانستان بندې شي،د افغانستان خلک به څه کوي،زه فکر کوم، په اوسنیو شرایطو کې طالبان باید داسې یوه تګلاره غوره کړي،چې هم له نړۍ سره او هم له خپلو افغانانو سره تعامل ته ورسیږو.»
ځېني نور بیا وايي،د نجونو ښوونځیو تړل د ښځو پرکار او زده کړو محدودیتونه لګول،هغه لاملونه دي،چې د افغانستان اوسنی نظام یې له نړۍ نوره هم جلا کړی دی.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د اروپايي ټولنې او لودیځې نړۍ مختلفو هېوادونو اړیکې د ښوونځیو په بندولو،د میرمنو حقونو، د درس او کار په برخو کې پرې محدودیتونو لګولو اوحجاب هغه مسایل دي،چې طالبان یې له نړۍ جلا کړي دي.»
د سیاسي چارو کارپوه قریب الرحمن شهاب بیا وايي، پر کوردننه ځینې وروستۍ پریکړې د دې لامل شوي،چې نړۍ له افغانستانه نور هم مخ واړوي.
شهاب وايي، غوښتنه یې داده،چې باید په کابل کې داسې چارې ترسره شي،ترڅو عامو خلکو او نړیوالو له مشروع غوښتنو سره په ټکر کې نه وي او مهمو مواردو کې چې د افغانستان په ګټه ده، له نړۍ سره پر ګډه پرمخ لاړ شو.
هغه زیاته کړه:« په افغانستان کې دننه یوشمیر پریکړې،چې د نړۍ او خلکو له غوښتنو سره سمې نه وې، د نړۍ پام یې له افغانستان واړاوه. پکار داده،چې د خلکو غوښتنو او د اوسنۍ نړۍ دعصر اوغوښتنو سره سمې پریکړې وشي،ترڅو یو ځل بیا نړۍ افغانستان ته مخه کړي او مهمو مواردو کې چې موږ ورته اړتیا لرو،پر ګډه مخ ته لاړ شو.»
سره له دې چې په کابل کې شااوخوا ۱۴ هېوادونه،اروپايي ټولنه، دملګرو ملتونو سازمان او د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان فعال سفارتونه او سیاسي استازولۍ لري،خو بیا هم هېڅ هېواد د افغانستان نوي نظام رسمیت پیژندنې ته زړه نه دی ښه کړی او افغانستان له سیاسي او اقتصادي بندیزونو سره مخ دی.