Skip to content
په ننګرهار ولایت کې ډېری هغه ځوانان له بې کارۍ ځوریږي،چې پخوا یې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې دندې لرلې.
یو شمېر ځوانان وايي،اړ دي،چې پاکستان او نور هېوادونو ته د مزدورۍ لپاره لاړ شي،خو ګاونډي هېوادونه هم اوس اجازه نه ورکوي.
د ننګرهار یو تن اوسېدونکی وايي:« یو شمېر ځوانانو د پاکستان وېزې لګولي، خو لارې پرې بندې دي. دلته ډېری کسان بې روزګاره دي. له دې وړاندې پولیسو کې وو، خو هغه دنده مو هم له لاسه ورکړه. کار زوګار نه شته دی، اوړه، ګاز، غوړي او نورو خوراکي توکو بیې خورا لوړې شوي دي. له حکومته مو غوښتنه دا ده،چې مرسته راسره وکړي. له ځوانانو سره مرسته وشي، د کار زمینه ورته برابره شي.»
ځينې ځوانان،چې د بېلا بېلو کارونو د کولو وړتیا لري وایي، په وروستیو کې د کورنیو د اوږدو بار شوي دي.
دوی له حکومته غواړي،چې په لویو پروژو کار پیل کړي او ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.
د ننګرهار یو تن اوسېدونکی قریب الله مومند وايي:« په وروستیو کې ډېری ځوانان د بې کارۍ له امله کړېږي. ډېری ځوانان د بې کارۍ له امله اړ شوي،چې بهر ته ولاړ شي او ځنې پر لارو دي. همدا زار یو شمېر ځوانانو نشه يي توکو ته مخه کړې او پر نشو روږدي شوي دي. لامل یې دا دی،چې کار نه شته دی. بنسټیز کارونه نه شته دي. بنسټیزې پروژې نه شته دي. هغو ځوانانو،چې لوړې زده کړې یې کړې وې، اوس د خپلو کورنیو د اوږو بار شوي دي. د ا.ا.ا له چارواکو د خلکو لویه غوښتنه دا ده،چې د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي.»
د بې کارۍ له امله ګڼ ځوانان پر نشو هم روږدي کیږي او دا هغه ننګونه ده،چې ټولنیز ثبات او د هېواد راتلونکې ننګوي.
ننګرهار کې یو تن پر نشو روږدی ځوان وايي:« دا ځوانان د بې کارۍ له امله پر نشو روږدي شوي دي. زه خپله له دولسم ټولګي فارغ شوی یم. پوهنتون کې د زراعت پوهنځی مې شروع کړ، خو د اقتصادي ستونزو له امله مې پرېښود.»
ځینې ځوانان بیا په دې باور دي،که د کار زمنیه برابره نه شي او ځوانان همداسې بې کاره پاتې شي، په خبره یې، راتلوونکي کې یو بل لوی خطر دا دی،چې د جرایمو کچه به لوړه شي.
د ننګرهار یو تن اوسېدونکی وايي:«په لومړي سر کې به درته ووایم،چې اوس د ځوانانو بې کاري ډېره شوې ده.مخکې هم بې کاري وه، خو اوس لا زیاته شوې ده. ځوانانو لوړې زده کړې کړي، خو ستونزه دا ده،چې د دوی لپاره د کار زمینه نه برابره نه ده.»
له ننګرهار سربېره په پلازمینه کابل او نورو ولایتونو کې هم زرګونه ځوانان له بې روزګارۍ شکایتونه لري او ډېری ځوانان اړ شوي دي،چې په غیر قانوني لارو ګاونډیو هېوادونو ته واوړي.
د وروستیو مالوماتو له مخې،له تیر یوه کال راهیسې د فقر او بې کارۍ له امله شاا وخوا یو میلیون افغانان جلا وطنۍ ته اړ شوي دي.