د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د روسیې پلازمېنه مسکو کې له خپل روسي سیال سره کتلي او دواړو لورو د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

ضمیر کابلوف او چینايي استازي هوکړه کړې ده،چې د افغانستان په تړاو به خپلې ټولې ژمنې عملي کوي.

دغه راز دواړو لوریو ژمنه کړې،چې افغانستان کې د دایمي ټیکاو د ټينګښت لپاره خپله ټوله هڅه کول غواړي.

دواړه چارواکي په دې نظر دي،چې د افغانستان ثبات په مستقیم ډول د سیمې له ټیکاو سره تړلی دی او دا د سیمې د هېوادونو مسوولیت دی،چې په دې تړاو د نظرونو تبادله وکړي.