• English
  • دری
No Result
View All Result
شمشاد نیوز
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ژوندۍ

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
No Result
View All Result
شمشاد نیوز
No Result
View All Result

شنونکي: د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ واټن لا زیات شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/09

افغانستان کې شااوخوا ۱۱ میاشتې کېږي،چې جمهوریت سقوط شوی او اسلامي امارت واک ته رسیدلی،خو تر دې مهاله د نړۍ هېڅ هېواد د افغانستان نوی نظام پر رسمیت نه دی پیژندلی .

دوی وايي،د علماوو ناستې پریکړه لیک او په دغه غونډه کې د د ف افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه او چارواکو  شوې ویناوې د نړۍ سیاسي لابراتوار تر زربین لاندي دي، خو داسې ښکاري،چې له دې سره به د نړۍ او اسلامي امارت ترمنځ شته واټن به نور هم زیات شي او عام افغانان به زیانمن کړي. 

د سیاسي چارو شنونکی سید بلال فاطمي وايي:«اسلامي امارت وروسته له هغې،چې دعلماوو شورا جوړه شوه او پرېکړه لیک په کې ولوستل شو او نړۍ اوس پرې لګیا ده، غور پرې کوي. اوس داسې ښکاري، د دې پرځای چې نړۍ له اسلامي امارت سره نږدې شي،بلکې فاصلې پیدا شوي دي او دا به ورو ورو زیاتیږي.» 

خو لامل یې بیا په کابل کې د نړۍ د هېلو برعکس عمل یادیږي. 

په جرمني کې د افغانستان پخوانۍ ډیپلوماته شکریه بارکزۍ  بیا وايي، هغه څه چې په مذاکراتو کې له نړۍ سره ژمنه شوې،افغانستان کې نه دي پلي شوي او اوس نړۍ په ‌ډیپلوماتیکه او غیر ډیپلوماتیکه برخه کې د افغانستان د  نوي حکومت پر حاکمانو باور نه کوي. 

بارکزۍ زیاته کړه:«له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو پرله پسې  پر ژمنو نه وفا  د دې لامل شوه،چې نړیواله ټولنه څه په ډيپلوماتیکه ساحه کې او څه په غیر ډیپلوماتیک وضیعت کې پر  طالبانو ډېر باور ونه لري.» 

د سیاسي چارو شنونکی سید بلال فاطمي بیا وايي، نړیوالې ټولنې هېله درلوده،چې د جمهوریت له سقوط وروسته به هم دایمي حکومت اعلان شي،د ښځو د زده کړ او د کار حقوق به په کې خوندي وي او دوی به ورسره تعامل وکړي،خو په دغه برخه کې په لوی لاس ستونزې پیدا کیږي او خنډونه جوړیږي.

فاطمي زیاته کړه:«نړۍ په دې هېله،چې دوی به ورو ورو خپل نظام سم کړي،دلته یو دایمي مستحکم حکومت اعلان شي،چې افغان ټول وګړي په کې شامل وي،د نجونو ښوونځي به خوشې کړي،د ښځو حقونو او قانونو اساسي مسایل دا ټول به حل کړای شي.»

ځنې نور بیا وايي، د نړیوالو ټولې هغه پلمې چې د نجونو د زده کړو او د ښځو د حقونو په برخه کې دي،باید ورختمې شي،چې ورسره به افغانستان نړیوال رسمیت پیدا کړي او افغانان به له نړیوالو بندیزونو خلاص شي. 

د سیاسي چارو شنونکی سرور نیازی وايي:« د بهرنیانو دغه بهانې،چې ګواکې دلته د ښځو حقوق تر پښو لاندې شوي دي،دغو ستونزو ته دې  د پای ټکی کیښودل شي، ترڅو نړیوال مو په رسمیت وپیژني ، وضع شوی تحریمونه له منځه یوسي او دنړیوالو په همکارۍ سره د افغانستان د پرمختګ لپاره کوټلي ګامونه پورته شي .» 

خو  د افغانستان اسلامي امارت لا له وړاندې ویلي،د نړیوالې رسمیت پیژندنې لپاره یې ټول معیارونه برابر کړي او دا  د امریکا متحده ایالت دي،چې په دغه برخه کې خنډ دي، نه خپله اقدام کوي او نه هم نور هېوادونه پریږدي. 

له هغې وروسته،چې له افغانستان سره نړۍ خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پرې کړي، د افغانستان اقتصادي وضیعت ورځې بلې ته مخ پر زوړ روان دی او عام افغانان له یو ستر بشري او اقتصادي ناورین سره مخ دي،چې نړیوال یې هم اندیښمن کړي دي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ
افغانستان

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026
حکومت په تېرو۴۰ ورځو کې د پوځي رژیم د جنګي جنایتونو نوملړ خپور کړ
افغانستان

حکومت په تېرو۴۰ ورځو کې د پوځي رژیم د جنګي جنایتونو نوملړ خپور کړ

اپریل 6, 2026
په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026

وروستي خبرونه

cropped-logo-png.png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    1403 د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي.

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی
    No Result
    View All Result
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • اقتصاد
    • لوبې
    • روغتیا
    • ټکنالوژي
    • فرهنگ او هنر
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • English
      • پښتو
      • دری

    د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي.

    Welcome Back!

    Login to your account below

    Forgotten Password?

    Retrieve your password

    Please enter your username or email address to reset your password.

    Log In

    Add New Playlist