• English
  • دری
No Result
View All Result
شمشاد نیوز
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ژوندۍ

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
No Result
View All Result
شمشاد نیوز
No Result
View All Result

قطر ته د افغان پلاوي سفر پای ته ورسېد

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/05

 د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي پر  مشرۍ قطر ته د تللي پلاوي سفر د دوشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د چنګاښ پر مه ۱۳ مه» پای ته ورسېد.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، د افغانستان بانک او مالي وزارت استازو په دې سفر کې د  د امریکامتحده ایالتو، بریټانیا او ګڼ شمېر هېوادونو له سفیرانو او استازو سره لیده کاته کړي دي.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت قطر ته د افغان پلاوي دغه سفر  له لاسته راوړنو ډک بولي،خو د سیاسي چارو شنونکي بیا  د افغان پلاوي سفر د پایلو په اړه ویشلي نظرونه لري.

یو شمېر وايي، که اسلامي امارت پر کور دننه خپله کورنۍ دنده،چې ټول ګډونه حکومت، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو پرانېستل او نور هغه څه چې نړيوال یې غوښتونکي دي، ترسره نه کړي، داسې سفرونه بې ګټې دي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پيګر وايي:« په وار، وار یوې پوښتنې سره مخ کېږو او هغه دا چې هر سفر بې نتیجې دی. هر ځل چې ځي،بیاځلې د نجونو ښوونځیو پر خلاصون او ټولګډونه حکومت ټینګار کېږي. موږ خپله کورنۍ دنده نه ترسره کوو او بیا قطر ته سفر کوو او هغه موضوع بیا تکراریږي او موږ بیا راځو د اسلامي امارت مشرانو ته هغه څرګندونې تکراوو. هرکله چې موږ وکولی شو،خپله کورنۍ دنده ترسره کړو، هغه مهال به د افغانستان خلکو ستونزې حل شي.» 

امیر خان متقي په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره لېدنه کې د کنګل شویو پیسو پر سر هم خبرې کړي، چې بهرنیو چارو وزارت یې بریالۍ بولي او په ځینو مواردو کې د پرمختګ خبره کوي.

خو د سیاسي چارو شنونکي بیا پر نړیواله کچه د افغانستان اسلامي امارت د رسميت پېژندنې پر وړاندې خنډ د امریکامتحده ایالت او دغه هېواد کې ځینې داخلي سیاسیون یادوي.

د سیاسي چارو شنونکی عمران افغان وايي:« زما په فکر رسمیت پېژندنه یوه لویه مسله ده او ښايي نږدې وخت کې هم ونه شي او لوی عامل یې هم خپله د امریکا متحده ایالت دي، ځکه امریکا متحده ایالتو کې اوس هم داسې خلک شته دی، چې هغوی له افغانانو سره دښمني غواړي. ان دوی نه غواړي، چې له افغانانو سره یو عادي تعامل ولري، نو د امریکا پر متحده ایالتو له ولس او ځینو معرضو کړیو له لوري فشارونه زیات دي. د امریکا متحده ایالتو حیثیت او رول په ټوله نړۍ باندې دی، نو د دې په خاطر باندې په دې برخه کې جدي ګامونه نه دي اخېستل شوي.» 

قطر ته د افغان پلاوي له  سفر سره هم مهاله په افغانستان کې د علماوو ستره ناسته هم ترسره شوه، چې نړیوال او پر کور دننه ورته خلک ځینو مهمو پرېکړو ته په تمه وو. شنونکي پر دې اند دي،چې د علماوو په ناسته کې ځینو پرېکړو د مولوي امیر خان متقي پر سفر منفي اغیزې درلودې. 

د سیاسي چارو شنونکی سید بلال احمد فاطمي وايي:« د علماوو شورا په پایله کې چې کومه ۱۱ ماده اییزه اوصول نامه وضعه شوه، په پرېکړه لیک کې موږ وکتل،چې داسې موضوعات په کې ول، چې په هغې باندې نړۍ خوشاله نه ده او ان د افغانستان خلک هم پرې خوشاله نه دي. په پرېکړه لیک کې هغه شیان چې باید ذکر شوي ول، ذکر نه شول. نړې دې ته په تمه وه، چې د ښوونځيو مسله،د ښځو مسله، اساسي حقوقو مسله،د قوانینو مسله او د راتلونکې حکومت  په اړه باید پرېکړې نیول شوې وې، چې دا پرېکړې ونه نیول شوې. » 

افغان پلاوي قطر ته په سفر کې د امریکامتحده ایالتو، بریټانیا او یو شمېر نورو هېوادونو له استازو او سفیرانو سره په جلا کتنو کې، په اقتصادي برخه ، بانکي اسانتیاوو، تعامل، همکاریو او حسنه اړیکو خبرې کړي او یو شمیر هېوادونو ډاډ ورکړی دی،چې له افغانستان سره خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکوي.

شنونکي پر دې باور دي، تر څو چې د افغانستان اسلامي امارت ټولګډونه حکومت،د ښځو حقوقو او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې ښوونځیو پرانېستلو پرېکړه ونه کړي، له نړیوالو سره په مهمو ناستو خپل منفي اثرات لرلی شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026
حکومت په تېرو۴۰ ورځو کې د پوځي رژیم د جنګي جنایتونو نوملړ خپور کړ
افغانستان

حکومت په تېرو۴۰ ورځو کې د پوځي رژیم د جنګي جنایتونو نوملړ خپور کړ

اپریل 6, 2026
په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026

وروستي خبرونه

cropped-logo-png.png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    1403 د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي.

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی
    No Result
    View All Result
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • اقتصاد
    • لوبې
    • روغتیا
    • ټکنالوژي
    • فرهنگ او هنر
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • English
      • پښتو
      • دری

    د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي.

    Welcome Back!

    Login to your account below

    Forgotten Password?

    Retrieve your password

    Please enter your username or email address to reset your password.

    Log In

    Add New Playlist