• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې تېره میاشت څه باندې ۱۸ زره د کورونا مثبتې پېښې ثبت شوي 

د روغتیا نړیوال سازمان: پکتیکا او خوست کې د زلزله ځپلو سېمو ډېری اوسېدونکي په ډول ډول ناروغیو اخته شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/05

د تیرو دوه لسیزو تر ټوله سخته زلزله،چې له امله یې په زرګونو کسان په خوست او پکتیکا ولایتونو کې مړه او ژوبل شول، د میلیونونه ډالرو مرستو سره لا هم ګڼ شمیر خلک له ستونزو سره مخ دي.  

د روغیا نړیوال ساز مان  له لوري په خپور شوي راپور کې ویل شوي،د دغې زلزلې له امله له ۳۵۰ زره زیات کسان او په زرګونو کورونه زیامن شوي دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. 

د راپور یوه برخه:« د افغانستان په سویلي ولایتونو خوست او پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې له امله ټول ۳۶۱۳۳۴ وګړي زیانمن شوي،چې له ډلې یې ۱۰۳۶ کسان مړه شوي او تر دې دمه ۶۰۸۳ وبل دي. ددې تر څنګ لږ تر لږه ۴۵۰۰ بابه کورونه زیانمن شوي،چې زیات شمیر یې په بشپړه توګه نړیدلي دي.» 

دغه راز په راپور کې ویل شوي، لا هم زیات شمیر وګړي بې سر پناه دي،چې د څښاک اوبو او خوراکې توکه ته لاس رسی نه لري او له امله یې ساري ناروغۍ په سیمه کې زیاتې شوي دي.

د راپور یوه برخه:« د پکتیکا په برمل او ګيان او د خوست په سپیرې ولسوالۍ کې اوس هم سلګونه کورنۍ پرته له سرپناه له کورونو بیرون ژوند کوي. دغه وګړي پاکو خوړو او د څښاک اوبو ته د نه لاسرسي له امله سخت وضعیت تجربه کوي او له امله یې د ساري نارغیو لکه اسهال یا کولرا او د ملاریا له لوړ خطر سره مخ دي.» 

راپور کې وړاندې ویل شوي،چې سیمو ته یې روغتیایې ټیمونه لیږلي،خو دا چې وکولی شي د نویو ناروغیو سره ښه مبارزه وکړي زیاتې بودیجې ته اړتیا لري او د مرستې غوښتنه یې کړې ده.

د راپور یوه برخه:«د  روغتیا کلستر لږ تر لږه ۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري،ترڅو وکولای شو،په لومړیو درې میاشتو کې د خوست او پکتیکا اغیزمنو خلکو سره بېړنۍ او اړینې روغتیايي مرستې وکړي. د روغتیا نړیوال سازمان په دې برخه کې تر اوسه پورې یوازې ۱.۲۵ میلیونه ډالر ترلاسه کړي،په داسې حال کې چې ۴.۷۵ میلیونه ډالرو ته لا هم اړتیا شته دی.» 

که څه هم له وړاندې دغه سیمې د روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ وې او وګړي یې د بېلا بېلو  ناروغیو له  امله کړیدل،خو له زلزلې وروسته دغه ستونزه زیاته شوې،چې د سیمې د اوسېدونکو تر څنګ د روغتیا نړیوال سازمان یې هم اندیښمن کړی. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې
روغتیا

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي
روغتیا

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو
روغتیا

هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

مې 26, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي
روغتیا

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي
روغتیا

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

مې 22, 2025
د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې
روغتیا

د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې

مې 21, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist