د هرات ښار څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې نن دوشنبه د «۱۴۰۱ کال د چینګاښ پر ۱۳ مه» سهار شااوخوا ۷ بجې د وسله والو بریدګرو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو اړوند بس موټر باندې برید کړی دی.

د امنیه قوماندانۍ ویاند محمود شاه رسولي وايي، برید د قول اردو د ملکي کارکوونکو پر بس ډوله موټر شوی دی،خو نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ویلي نه دي.

رسولي وايي، یو تن بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوی او یو په تيښته بریالی شوی،چې د نیولو هڅې یې روانې دي.

د خو ا.ا.ا دفاع وزارت بیا وايي،برید کې دوه تنه وژل شوي او یو شمیر کسان ټپيان دي،خو دا یې نه دي ویلي چې وژل شوي او ټپیان ملکیان دي که پوځي سرتیري.

د برید مسوولیت تر اوسه پورې کومې ډلې پر غاړه نه دی اخېستی.