د بلخ ولايت شولګرې ولسوالۍ کې اوس هم د غنمو اوړو کولو لپاره د اوبو ژرندې کار اخېستل کېږي.
هلته د اوبو ژرندې لرونکي وايي، د اوبو کمښت له امله یې د تېرو کلونو پرتله فعالیت کې ۸۰ سلنه کم والی راغلی دی.
شولګرې ولسوالۍ کې یو تن د ژرندې لرونکی وايي:« دوه، درې ورځې وار نه رسېده ځکه خلکو هم غنم درلودل او اوبو هم وې، خو اوس د اوبو کمښت دی او خپلې ستونزې لري.»
سره له دې چې په دې ولایت کې برېښنایي ژرندې ډېرې شوي او د اوبو ژرندو لرونکو کار یې اغیزمن کړی خو، یوشمېر کسانو چې د اوړو کولو له پاره د اوبو ژرندې ته غنم راوړي وايي، د اوبو ژرندو اوړه د برښنايي ژرندو پرتله ارزانه او کيفيت لرونکي دي.
په ورته وخت کې د شولګرې ولسوالۍ يو شمېرقومي مشران وايي، په دغه ولسوالۍ کې شااوخوا ۳۰ د اوبو ژرندې فعالیت لري،خو پر وینا یې د اوبو کمښت د ژرندو فعالیت پر وړاندې لویه ننګونه ده.
دوی له ځايي مسوولینو غواړي،چې د اوبو سربندونه دې جوړ کړي.
د شولګرې ولسوالۍ یو تن قومي مشر حاجي محمد وايي:« شااوخوا ۲۰ یا ۲۵ ژرندې په شولګره کې شته. زه په خپلو ژرندو کې هم له ستونزو سره مخ یم. ملت نشي کولی چې د بندونو ستونزه هواره کړي او له دولته غواړو څو زموږ اوبو ستونزو ته پاملرنه وکړي.»
په هېواد کې د اوبو ژرنده د غنمو او نورو غلو دانو د اوړه کولو لپاره هغه لرغونې وسيله ده،چې ګڼو لیرې پرتو سېمو کې ترې ګټه اخېستل کیږي،خو وچکالۍ د اوبو ژرندو لرونک کار اغیزمن کړی دی.