ټاکل شوې ده، کابل د یوې اونۍ لپاره د لویې جرګې کوربه وي،هغه جرګه چې له اسلامي امارته یې د جوړېدو په اړه غوښتنې زیاتې کېږي،خو اسلامي امارت جرګې ته د علماوو د ناستې نوم ورکړی دی.

د جرګې پروسیجر او اجنډا څرګنده نه ده،خو د سیاسي چارو یو شمر کارپوهان ټینګار کوي،چې اسلامي امارت باید خپله تګلاره د جرګې له لارې اعلان کړي،چې په څه ډول قانون ولاړه ده.

دوی وايي، د نړیوالو غوښتنو او هغوی سره د تعامل او تفاهم پر بنسټ جرګه کې باید ګډ تصمیم رامنځ ته شي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي:« ایران،پاکستان،چین او روسیې ته مهمه داده،چې دا جرګه په دې منجر شي. په یو ټولشموله حکومت کې کوم کسان چې طالبان نه دي هغه په لوړ ځای کې اوسي. اسلامي هېوادونو ته چې مهم دي، هغه د ښځو حقوق، زده کړې او کار دی،که دا شیان د جرګې مسایل وي،ښه پایله ورکوي.»

اسلامی امارت خپل بهرنی سیاست اقتصاد محوره بللی دی.

یو شمېر نور بیا پر دې ټېنګار کوي،چې جرګه کې باید نړیوالو او ګاونډیانو په اړه د افغانستان د بهرني سیاست اساسات او کرښې مالومې شي.

د سیاسي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي:« دغه لویه جرګه باید د ټولو استازولي وکړي،له ګاونډیانو سره د اړیکو کار په اړه تصامیم ونیول شي. افغانستان کې د ولسونو او سیاسي احزابو مبارزې ته ځای ورکړل شي. د ډیورنډ کرښې په اړه هم باید خبرې وشي. اساسي قانون باندې خبرې وشي،د پخواني پاچا الحضرت ظاهر شاه او که د تیر جمهوري حکومت د منلو وړ ده.»

اوس که د اسلامي امارت له لوري لویه جرګه رابلل کېږي،ښایي په لویو مسایلو باندې پرېکړې وشي.

اسلامي امارت له وړاندې ویلي،چې د انجونو د زده کړو، کار او دې ته ورته اختلافي مسایلو به علماء دریځ نیسي .

کارپوهنا وايي، د اساسي قانون پرسر بحث ډېر مهم دی،چې د ظاهرشاه د وخت قانون پلی شي او که د تیر نظام قانون کې بدلون راشي.

دوی وايي، اسلامي امارت باید د ملي حاکمیت ټینګښت لپاره او د اساسي قانون د رغولو لپاره ملت ته خپله تګلاره اعلان کړي او همدارانګه نړیوالو ته مالومه کړي،چې ترکومه بشر حقونو ته درناوی نه دی کړی، هغه کوم نقاط دي.

اسلامي امارت له څه باندې لسو میاشتو وروسته لویه جرګه راغواړي، اوس به ولیدل شي، چې د جرګې په جوړېدو سره افغانستان د اسلامي امارت ترر واک لاندې کوم لور ته مسیر پیدا کوي.