د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو مشر جان کربي ویلي، په افغانستان کې د تازه حاکم شوي حکومت د رسمیت پیژندنې لپاره پلان نه لري.

کربي ویلي، اوس مهال د امریکامتحده ایالت په هغه موقف کې نه دي،چې اسلامي امارت پر رسمیت وپیژني او له نورو دولتونو په ځانګړې توګه د افغانستان له ګاونډیو یې هم غوښتي،چې داسې تصمیم دې نه نیسي،چې افغانستان د افغانانو لپاره د بې ثباتۍ پر بستر بدل کړي.

کربي زیاته کړې:« موږ اوس مهال په هغه موقف یا دریځ کې نه یوو،چې طالبان پر رسمیت وپیژنو . موږ همدا راز له نورو دولتونو او په ځانګړې توګه له هغو ولسونو او هېوادونو چې له افغانستان سره په ګاونډ کې دي،غواړو،چې داسې کوم تصمیم ونه نیسي، چې افغانستان ورسره د افغانانو لپاره نور هم بې ثباته او ناامنه شي.»

بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې باور دي،چې د افغانستان قضیه کې د امریکامتحده ایالت یو مهم اړخ دی او اوس د داسې یوه لوري په توګه چې اسلامي امارت سره یې د دوحې هوکړه لاسلیک کړې،غواړي چې هغه شرایط پرې پلي کړي،چې نړیوالو ورته وړاندې کړي او له هغې وروسته یوځل بیا کابل پر رسمیت وپیژني .

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« د امریکامتحده ایالت د افغانستان د قضیې د یوه طرف په توګه یعني د هغو هېوادونو په راس کې وه،چې په افغانستان یې حمله کړې وه او د دوحې تړون یې هم د قضې د یو طرف په دوحه لاسلیک کړی دی، غواړي چې هغه نړیوال شرایط چې طالبانو ته وړاندې شوي دي پلي کړي او وروسته بیا غواړي چې افغانستان پر رسمیت وپیژني. له خپلو پلویانو هم دا هېله کوي،چې افغانستان پر رسمیت ونه پیژني.»

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند بیا وايي، د امریکامتحده ایالتو دغه وروستۍ څرګندونې له اسلامي امارت سره د نړیوالو ناسم تعامل ښي او دا په افغاسنتان کې د بې ثباتۍ د رامنځته کېدو دلیل کیدای شي.

ځلاند زیاته کړه:« په دې وروستیو کې د نړۍ او طالبانو ترمنځ په ځینو مسایلو کې د اختلاف له امله له افغانستان سره د نړۍ تعاملات ټکني شوي دي. د جان کربي دا څرګندونې چې اسلامي امارت پر رسمیت نه پیژني،دا خپله د نړیوالو ناسم تعامل دی له طالب چارواکوسره بلکې د افغانستان د بې ثباتۍ او سیاسي ټیکاو د له منځه تلو دلیل کیدای شي.»

د امریکا متحده ایالتو د مليامنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو د مشر دغو تازه څرګندونو ته تر اوسه پورې اسلامي امارت کوم غبرګون نه دی ښودلی،خو له دې وړاندې یې ویلي وو چې اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره ښې او پرمتقابلو ګټو ولاړې اړیکې غواړي او هغه نړیوال اصول یې عملي کړي،چې د رسمیت پېژندنې لپاره اړین دي.

دکورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني بیا ویلي وو،نوره یې د امریکا له متحده ایالتو سره دښمني نشته او غواړي،د نړۍ نورو هېوادونو په ګډون له دغه هېواد سره هم سیاسي اړیکې ولري.