د هلمند ولایت یو بل کروندګر عبدالجبار بیا وايي:« کروندګر په داسې حال کې چې اوبه کمې وي، نه شي کولای،چې خپل کر وکړي. په کوم ځای کې چې اوبه نه وي،چې نو هلته به حاصل له کومه شي.»
د اوبو کمښت له ستونزې سره سږ کال په ټول هلمند کې خلک لاس او ګریوان دي او اړ کیږي،چې د ځمکې لاندې اوبو څخه استفاده وکړي او یاهم د کښتونو د کرلو لاس واخلي.
د یاد ولایت د سیندیزي حوزې مشر محمد یعقوب قایم هم د بزګرانو او ځايي خلکو ستونزې مني او وايي، ستونزه په تیر کال کې د ورښتونو د کمیدو له امله ده او په خبره یې روان کال کې به د اوبو اندازه نوره هم کمه شي.