هغه زیاته کړه:« که اقتصاد په سمه او پاېیدونکې توګه بېرته و نه رغېږي،نو افغانان به له تکراري بشري ناورینونو سره مخ شي. دا د پراخو کډوالیو او د افراطیت لپاره د شرایطو د برابروونکو حالاتو او بلې وسله والې جګړې لامل کېدی شي.»
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی،چې د ۲۰۲۲ زېږدیز کال تر پایه د بې وزلۍ کچه تر ۹۷ سلنې لوړېدی شي.
افغانستان کې ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشر، دلته د بیان ازادۍ په محدودیدو اندېښنه وښوده او په خبره یې، یوناما لا هم د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونې پیښې ثبت کوي.