په پکتیا، پکتیکا او خوست و لایتونو کې د زلزلې له کبله چې زرګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، ګڼو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له افغانستان سره بشري مرستې اعلان کړې.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، له ژمنه شویو مرستو، ځینو هېوادونو افغانستان ته خپل کمکونه را رسولي او پر وینا یې دغه لړۍ دوام لري.

مجاهد وايي، قطر، ایران، هند، پاکستان، متحده عرب اماراتو او تاجیکستان هغه هېوادونه دي، چې له زلزله ځپلو سره یې ژمنه شوې مرستې افغانستان را رسولي دي.

مجاهد زیاته کړه:« له زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې پرون شپه د قطر هېواد يوه الوتکه بشري مرستې کابل ته راورسېدې. همدا راز ایران هم دوه الوتکو کې بشري مرستې هېواد ته راورسولې او د خوست هوايي ډګر کې افغان لوري ته وسپارل شوې.»

مجاهد همدا راز په نورو جلا ټويټونو کې د متحده عرب اماراتو، پاکستان او هندوستان هوادونو د مرستو راسېدو خبره هم کړې.

هغه زیاته کړه:«له زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې له پاکستانه هم اته لاریو کې خوراکي مواد او نور اړین توکي پکتيکا ته را رسېدلي دي او ژر به په اغیزمنو خلکو وویشل شي. دغه راز له زلزله ځپلو سره د مرستو په دوام د هندوستان له خوا په یوه الوتکه کې ۲۷ ټنه مرسته چې خوراکي توکي، البسه او درمل په کې شامل دي،افغانستان ته را رسولي دي.»

د دغو هېوادونو سربیره ګڼو نورو هېوادونو هم د طبیعي پيښو اغیزمنو سره نغدي او غیر نغدي مرستې اعلان کړي دي.

مجاهد وايي، له ژمنه شویو مرستو متحده عرب اماراتو هم یوه الوتکه بشري مرستې خوست هوايي ډګر کې ځايي مسوولینو ته سپارلې دي.

هغه زیاتوي:« له زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې نن سهار د متحده عرب اماراتو په خوراکي موادو بار يوه الوتکه هم د خوست هوایي ډګر ته راوسېده.»

مجاهد د دغو بشري مرستو په اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړي،چې په کومه کچه کمکونه افغانستان ته را رسیدلي دي، خو وايي، د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت هم اغیزمنو افغانانو سره د نغدي مرستې ژمنه کړې او امریکا، چین،جرمني، ترکیې، د سره صلیب نړیوالې کميټې، د خوړو نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو هم افغانستان کې د زلزله ځپلو سره د مرستو ژمنې کړي دي.