د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مخکینۍ ځانګړې استازې او د یوناما مشرې ډیبورا لاینز دوه کلن ماموریت پای ته رسیدلی او له افغانستان سره یې مخه ښه کړې.
لاینز د افغانستان له خلکو د خدای پامانۍ په پیغام کې ویلي، افغانستان لا هم د نړۍ او نړیوالو لپاره مهم دی او وړاندیز یې کړی دی،چې له روان وضعیته د وتلو لپاره اړتیا ده،چې له اسلامي امارت سره سیاسي تعامل وشي.
لاینز زیاته کړې:« په سیاسي اړخ کې یوناما دې پایلې ته رسیدلې ده،چې د مخکې تګ لپاره یوازینۍ لار دا ده،چې له طالبانو سره سیاسي تعامل وشي. که څه هم د دوی لخوا د ښځو حقونه او رسنیو آزادي محدوده شوې او ټولګډونه حکومت هم نه دی جوړ شوی»
لاینز د ملګرو ملتونو له امنیت شورا مننه کړې،چې د یوناما ماموریت یې په افغانستان کې غځولی او اجازه یې ورکړې ده، چې خپل تعامل ته ادامه ورکړي.
هغې ویلي، افغانستان او افغانان د ملګرو ملتونو لپاره اړین دي او یوازې به پرېنښودل شي،چې په وینا یې د کار دوام یې په دې مانا دی،چې نړۍ د افغانستان خلک یوازې نه پریږدي.
لاینز زیاتوي:« موږ افغانستان یوازې نه پریږدو،ځکه دلته مو له ۱۹۸۰ کال راهیسې په سیاسي، بشري او پراختیایي برخو کې حضور درلود. موږ اړ یو،چې له اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو لپاره پاتې شو او افغانستان اوس د نړیوالې ټولنې لپاره مهم دی او هېر به نشي»
دغه راز لاینز په دې پیغام کې افغانستان کې د ښځو او نجونو پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، هیڅکله یې د داسې یو افغانستان تصور نه و کړی.
هغې پر وینا، د یوې ښځې په توګه د ملګرو ملتونو استازولي اخیستل ورته ویاړ و، خو خواشیني ده،چې افغان ښځې او نجونې په داسې یوه حالت کې پریږدي.
لاینز زیاتوي:« زړه مې د میلیونونو هغو نجونو او ښځو لپاره مات دی،چې ښوونځیو ته نه پرېښودل کیږي او له پوره وړتیاو سره بیا هم د کار اجازه نه ورکول کیږي. د خواشینې خبره ده،چې ښځې اوس په افغان ټولنه کې د خدمت کولو اجازه نه لري. هغه ټولنه چې له پخوا ډېره امنه ده،خو وېره په کې په هماغه کچه ده»
لاینز زیاته کړې، د خورا خواشینۍ ځای دی چې اوس په افغانستان کې د ټولو لپاره د کار کولو فرصت شته دی،خو نیمایي نفوس لا هم په کورونو کې بند ساتل کیږي.
له دې سره لاینز ویلي،هغه سیاسي نظام به ډېر دوام ونه کړي،چې ښځې د وړتیا څښتنان او لږکي په کې ونډه و نه لري،خو ټینګار یې کړی چې لا هم د دې امکان شته دی، چې افغانستان کې یو ټولګډونه او اسلامي نظام رامنځته شي.