په کندهاز ولایت کې د ملکو په نوم د لبنياتو د پروسس پر کارخونه شااوخوا لس مېلونه ډالره پانګونه شوې او ۱۶ زرو کسانو ته یې د کار کولو زمينه برابره کړې ده.

د لبنياتو د توليد دغه کارخونه د ورځې زرګونه لېټره شيدي توليدوي،چې توليدات يې د سويلي حوزې ترڅنګ د هېواد ټولو ولایتونو ته استول کیږي.

تازه د یادې کارخونې مسوولین وایي،د خامو موادو د نه رسېدو او د برېښنا د نشتون له امله یې د کارخونې زياتي توليدي برخې سقوط شوي او که وضعیت همداشان دوام وکړي، کارخونه یې تړل کېدونکې ده.

د ملکو کارخونې ادارې مرستیال الهام حقمل وايي:« که چېرې حالت همدا شان دوام وکړي،داسې ورځ به لرې نه وي، د نورو کارخونو ترڅنګ، چې په صنعتي پارک کې بندې دي،دا به هم بنده شي. له دې سره کار کوونکي بېکاره کېږي. یو کارکوونکی د یوې کورنۍ استازیتوب کوي، یعنې د یوه کارکوونکي په بېکاره کېدو سره، د هغه ټوله کورنۍ بې کاره کېږي. که چیرې حالت همداشان دوام ولري، فکر نه کوم،چې دا ترخه تجربه دې موږ لرې ولرو،چې زموږ کارخونه او همدرنګه نورې کارخونې به هم بندېږي.»

د کارخونې کورني او بهرني کارکوونکي هم روان وضعیت اندېښمن کړي،خو له چارواکو د خصوصي سکټور د ملاتړ غوښتنه کوي.

د ملکو کارخونې یو تن کارکوونکی محمد صديق وايي:«زه خپله ډېرې اقتصادي ستونزې لرم، که دا کارخونه بندیږي، نو زه بې کاره کېږم. حکومت باید له موږ سره همکاري وکړي، ترڅو کارخونې لا مخته ولاړه شي.»

د کندهار د کانونو او صنایعو خوني مشر سيد سرور اماني هم د صنعتی پارک د کارخونو د خامو موادو،برېښنا او د قرضو د نه ورکړې ستونزي مني،خو وايي،د ستونزي د هواري لپاره يې په ولایتي او مرکزي کچه هڅې پیل کړي دي.

اماني زیاته کړه:« زموږ یو شمېر تولېدي کارخانه لرونکو، خپلې کارخونې کابل او ایران ته انتقال کړي دي. خام مواد له دې ځایه وړي او هلته یې تولېدوي او بېرته یې راوړي. که ترانسپورټ ته یې حساب وشي، په میلیونه افغانۍ د میاشتې کېږي. لویه ستونزه په صنعت کې د برېښنا نه شتون دی. انشاء الله ژمنې ډېرې شوي دي، چارواکي چې راغلي دي، موږ له دوی غوښتنه کړې.»

د کندهار په صنعتي پارک کې تر ۲۰۰ زياتې کارخونې شتون لري، چې ډېری يې اوس د برېښنا د نشتون له امله تړل شوي دي.

خبریال: رازمل زمان