دغه وزیرستاني کډوال وایي، د پوهنې او روغتیا برخو کې ورته خدمات نه وړاندې کیږي، د سړک خرابوالي له کبله ډېری وخت بېړني ناروغان خوست ښار ته پر لاره ساه ورکوي او د یوې تیلیفوي اړیکې نیولو لپاره ساعتونه مزل کوي.
یو تن وزیرستانی کډوال وايي:« دا خلک ټول بې وزله دي. له دوی سره باید مرسته وشي.»
یو بل وزیرستانی کډوال بیا وايي:«زموږ په دغه کلي کې کلنیک نه شته دی. روغتون نه شته دی. دا سړک تاسې خپله هم ولېده، ډېر خرابه دی.»
کډوال وایي، اسلامي امارت او د کډوالو نړیوال سازمانونه دې ورته سیمه کې ښوونځي، روغتونونه او سړک جوړ کړي او مخابراتي خدمتونو ته دې د دوی لاسرسی اسانه کړي.
یو تن وزیرستانی کډوال وايي:« دلته ډېر کډوال میشت دي،خو له موږ سره تر اوسه پورې هېچا مرسته نه ده کړې. له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده، چې له موږ سره دې مرسته وکړي. دلته نه ښوونځي او نه هم مدرسې شته دي. دغه راز سړکونه مو هم خراب دي. موږ له اسلامي امارته غواړي، چې په دې برخو کې راسره مرستې وکړي.»
په ورته وخت کې دوی وایي، د پخوا پرتله ورسره اوس اسلامي امارت د خوړو او نورو توکو مرسته کوي،خو پر وینا یې چې کمه ده او ټولو اړمنو کورنیو ته نه رسیږي.
یو تن وزیرستانی کډوال وايي:« د اسلامي امارت له لورې یو څه مرسته راسره کېږي، خو هغه ډېره کمه وي، یعنې پر نشت حساب وي. ډېرو خلکو ته مرستې نه رسېږي.»
د خوست سپیرې او ګربزو ولسوالیو کې له ۲۰۱۴ زېږدیز کال راهیسې زرګونه وزیرستاني کډوال ژوند کوي او وایي، تر اوسه پورې ورته بېرته خپلو مېنو ته د تګ زمېنه نه ده برابره شوې.