له نورستان او کونړ ځنګلونو کې له اور لګیدو وروسته دا ځل د خوست د جلغوزیو ځنګلونو اور اخیستی دی .
د خوست موسی خېلو او قلندر ولسوالیو د جلغوزیو ځنګلونو کې له پرون راهیسې اور لګېدلی او د شپې ناوخته ګڼ ځوانان له ښاره سیمې ته لاړل،څو د اور په مهارولو کې مرسته وکړي.
یو تن رضاکار ځوان وايي:«خوستي ځوانان به هیڅکله هم اجازه ورنه کړي،چې د خوست شتمنۍ څوک لوټ کړي یا د اور خوراک شي. د قلندر ولسوالۍ همدغه سیمه کې اور لګیدلی دی،چې دې ځوانانو کابو کړ.»
یو بل رضا کاره ځوان بیا وايي:«تېره ماښام شپږ بجې له خوست ښاره دلته راغلو. دا د ټول ملت شتمني ده او ساتل یې موږ پر ځان فرض ګڼو.»
د خوست اطلاعاتو کولتور مشر شبیر احمد عثماني بیا وايي، اور د دولتي مسئولینو او قومي ځوانانو په کډو هڅو کابو شوی دی او هڅه دا ده،چې په بشپړ ډول یې مړ کړي.
عثماني زیاته کړه:« که څه هم تر اوسه پورې لږ لږ اور شته دی، خو اور کابو شوی دی،خو د ځنګله دا اور داسې په اسانه نه شي کابو کیدلی. ښايي بیا پراخ شي،خو تدابیر ورته شته چې د پراختیا مخنیوی یې وشي.»
د مالوماتو له مخې تر دا مهاله د موسی خیلو او قلندر ولسوالیو کې د جلغوزیو شااوخوا پنځه کیلو متره ځنګلونه سوځیدلي دي .
د خوست اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي،چې د جلغوزیو ځنګلونو کې د لګیدلي اور په اړه دې څېړنې وکړي او پایلې یې باید له خلکو سره شریکې شي.
د خوست یو تن اوسېدونکی وايي:« پرون اته بجې د خوست قلندر او موسی خیلو ولسوالیو ځنګلونو کې اور لګیدلی دی. د مالوماتو له مخې، تر دا مهاله تر پنځه کیلو متره ځنګلونه سوځیدلي دي.»
د خوست یو بل اوسېدونکی بیاوايي:« تر اوسه پورې مالومات نه شته دی،چې دا اور به د چا له خوا اچول شوی وي،خو له اسلامي امارته غواړو،چې په دې اړه دې څېړنې وکړي او پایلې دې له ولس سره شریکې کړي.»
که څه هم هېواد کې د د وروستیو اور لګیدنو په اړه تر اوسه پورې کره مالومات نه شته دی،خو ډېری خلک فکر کوي،چې ځېنې کړۍ په لوی لاس غواړي،چې ځنګلونه د اور لمبو خوراک کړي.