د افغانستان اسلامي امارت له افغاني شخصیتونو سره د تماس کمېسیون پرهڅو یو شمیر پخواني چارواکي او سیاسیون بېرته هېواد ته راستانه شوي،خو تراوسه پورې یې کوم څرګند فعالیت نه لیدل کیږي.
د سیاسي چارو کارپوهان وايي، هغه مهال به هېواد ته بېرته راستانه شوي پخواني چارواکي او سیاسیون اغیزمن وي او فعالیت به یې عملي پایلې ولري،چې رسمي مسوولیتونه ورکړل شي،چې له دې سره به نور کسان هم بېرته کابل ته د راتګ لپاره زړه ښه کړي .
دوی په دې باور دي،چې بېرته راغلې دغه څیرې په ټولو برخو کې کافي تجربه لري او باید د حکومتولۍ او ثبات لپاره ترې ګټه واخېستل شي.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« دغه کسان که دوی ته امتیاز او یاهم دنده ورکړل شي په دولتي چارو کې دا نو بیا موثره تمامیږي او نور کسان هم تشویق کیږي،چې هېواد ته راستانه شي او که یوازې ژمنې ورسره وشي او عملي نه شي،بیا پایله نه ورکوي.»
خو ځینې بیا له دې نظر سره مخالف دي او وايي،هېواد ته بېرته راروان اشخاص تجربه شوي دي او د ولس پروړاندې ناکام دي.
دوی وايي،داهغه څیرې دي،چې په تیرو ۴۰ کلونو کې یې پرافغانستان د دوه یرغلونو ملاتړ کړی او له دې وروسته هم د افغانستان پر ګټه نه دي.
د سیاسي چارو کارپوه بلال فاطمي وايي:«کوم کسان چې افغانستان ته راروان دي،دا هغه خلک دي،چې دوی ناکامه تجربه درلوده او دوی په تیرو ۴۳ کلونو کې په روسانو او امریکایانو د افغانستان د خاورې په نیولو کې کافي لاس درلود. د داسې کسانو راتګ نه یوازې داچې ګټه نه کوي،بلکې ضرر هم کوي. غوره داده،چې په هغو کسانو کار وشي،چې هغه ژمن دي افغانستان ته.»
اسلامي امارت هم بیا په دې تړاو څه نه وايي،چې بېرته هېواد ته راغلو او را روانو پخوانیو چارواکو او سیاسیونو ته به رسمي مسوولیتونه وسپاري او که نه؟ خو ټینګار لري،چې ګڼو بهر میشتو شخصیتونو سره د تماس ډله په اړیکه کې ده.
په پارلماني چارو کې د مخکیني دولت وزیر فاروق وردګ، دجمهوریت پرمهال د ملي دفاع وزارت پخوانی ویاند جنرال دولت وزیري،د ترانسپورټ پخوانی وزیر حسن مبارک عزیزي او د برښنا شرکت پخوانی مشر امان غالب هغه څیرې دي،چې له افغاني شخصیتونو سره د تماس کمېسیون په هلو ځلو تازه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.