راپورونه وايي، د امریکا متحده ایالتو کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې له لوري د راتلونکې چهار شبنې پر ورځ د افغانستان په اړه ناسته جوړېږي.

ویل کیږي، په دغه ناسته کې به د افغانستان د روان وضعیت په اړه به په کې خبرې وشي، خو د بندو دروازو تر شاه به ترسره کیږي.

همدا راز په پام کې ده،چې په دغه ناسته کې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتو د سیاست او پالیسۍ په تړاو هم خبرې کیږي.

راپورونه وايي، د بهرنیو اړیکو د کمیټې غړي به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي هم وغږیږي.

ناسته کې به په کابل کې د امریکامتحده ایالتو پخوانی سفیر جان باس او د بهرنیو چارو وزارت سلاکار هم ګډون وکړي.

د امریکا سنا مجلس او کانګرس تر دې وړاندې هم په تیرو څو میاشتو کې د افغانستان په تړاو ناستې درلودې،چې د افغانستان له جګړې د زده کړو په اړه یې نظرونه تبادله کړي وو.