د افغانستان بیارغونې لپاره د ا مریکا متحده ایالتو ځانګړې پلټونکې ادارې (سیګار) وايي، واشنګټن د افغان پولیسو پر روزنه ش۲۰ میلیارده ډالر لګولي وو.

د سیګار له لوري په خپور شوي راپور کې ویل شوي،چې دغه لګښتونه په وروستیو کې ډېر بې ګټې تمام شوي دي.

راپور کې وړاندې ویل شوي،چې د افغان پولیسو د رامنځ ته کولو لامل دا و،چې له بشر حقونو ساتنه وکړي او ټولنه کې نظم او اصلاحات راولي، خو دوی خپله د بشر حقونو نقضوونکي وو.

سیګار زیاته کړې، د افغان پولیسو په شتون کې فساد اوج ته رسیدلی و او د اصلاحاتو د راوستلو ظرفیت موجود نه و.

د سیګار دغه راپور کې ویل شوي، چې د امریکا متحده ایالتو هم د پولیسو د روزنې لپاره منظم پلان نه درلود او همدا لامل شو،چې دومره لګښتونه بې ځایه او بې ګټې تمام شول.