سوپکو ویلي، دا ورته یوه جدي موضوع ده او په دې تړاو یې د ملګرو ملتونو له چارواکو سره هم خبرې کړي،ځکه اوس مهال سیګار په مستقیم ډول په افغانستان کې نه شته دی.
هغه زیاتوي:«موږ د ملګروملتونو له چارواکو سره په دې تړاو خبرې کړې دي. د دې پیسو ساتنه څنګه کوي. موږ هېله لرو،چې دا پیسې به خوندي وي،خو ستونزمنه ده،چې دا ډاډ ترلاسه کړو،ځکه سیګار په افغانستان کې شتون نه لري.»
د اقتصادي چارو یو شمېر شنوونکي بیا تر ډېره د سیګار اندیښنه د نورو لپاره د اندیښنه زیږوونکې بولي او وايي،له افغانستان سره به پر راتلونکو مرستو منفي اغیز وکړي.
د ا فغانستان اسلامي امارت بیا د سیګار د سرمفتش دغو اندیښنو او څرګندونو ته ځواب نه دی ویلی،خو دا موضوع هم تر اوسه پورې په څرګند ډول واضیح شوې نه ده،چې دغه نغدي کڅوړې چیرته لګول شوي دي.