د افغانستان اسلامي امارت د کورنيو چارو وزرات د چهار شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د غبرګولې پر ۱۷ مه» یوه خبري کنفرانس کې د ملي پوليسو لپاره ځانکړی یونیفورم اعلان کړ.

د یاد وزارت امنیتي معین نورجلال جلالي وایي، امنیتي سرتیرو او د پولیسو منسوبینو ته د ځانګړي یونیفورم له ورکولو یې موخه د لېکو منظمول او د امنیتي پیښو مخنيوي کول دي.

جلالي زیاته کړه:«پولیس به د امنیت د اخلال ګرو مخه ونیسي. هېوادوالو ته ښه امنیت ټېنګ شي او هغه کسان،چې امنیت اخلال کوي، انشاء الله د هغوی مخه به ونیسي. دغه زموږ ځانګړې لاسته راوړنه وه. نن هغه ورځ ده،چې د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو دغه ځانګړی یونیفورم،چې تاسو ګورئ، دغه د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو یونیفورم دی.»

پولیسو ته د يونفيورم ورکولو پروسه پرون پيل شوه او یوازې په کابل او کندهار کې به شل زره سرتیري پر دغه یونیفورم ملبس شي.

د یاد وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي،په راتلونکې دوه اونيو کې به د هېواد په ټولو ولايتونو کې۱۰۰ زرو ملي پوليسو او منسوبینو ته دغه يونيفورم ورکړي.

ټکور زیاته کړه:« یاد یونیفورم،چې د عسکري تعلیم نامې په رڼا کې په پام کې نیول شوی دی، د لوړ رتبه افسرانو او ساتکونو لپاره ترتیب شوی دی، چې تر ننه یې ۲۰ زره جوړې برابرې شوي او د وېش لړۍ یې په کابل او کندهار کې پیل کېږي. هېره دې نه وي،چې په راتلوونکو دوو اونیو کې به دا شمېره ۱۰۰ زرو ته ورسېږي.»

د ټکور په خبره،د اوسني لباس قراداد يې له يو افغاني شرکت سره کړی دی او د پخواني یونیفورم پرتله پرې ۷۵ سلنه کم لښګت راغلی دی.

د کورنيو چارو وزارت دفتر رئیس زین الله عابر بیا وايي،د ولس امنيت ساتل او خونديتوب ورته لومړيتوب لري او په همدې موخه يې د ملي پولیسو د مسلکي کيدو لپاره هڅه زياتې کړي دي.

د پولیسو منسوبین د ياد لباس له ورکړې خوښ دي او ډاډ څرګندوي،چې ځانګړې يونيفورم سره به وکولای شي،چې د جرايمو مخنيوی وکړي.

په ځانګړي یونیفورم د امنیتي او دفاعي سرتیرو ملبس کول،د زياتو افغانانو غوښتنه وه او ګڼو خلکو د کورنیو چارو وزارت له دغه اقدامه هرکلی کړی او د ملي دفاع وزارت هم غوښتنې لري،چې د پوځ سرتیرو ته یو ډول لباس وویشي.