<h4>د هرات والي افغانستان کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف او په دغه ولایت کې د ټاپي پروژې له اجرائیه مشر محمد مراد امانوف سره کتلي دي. </h4> <!--more--> <h4>لېدنه کې د ټاپي پروژې اجرائيه مشر ويلي،له ترکمنستانه افغانستان ته د ګازو د نل ليکې د غځولو عملي کار به په راتلونکیو شپږ مياشتو کې پيل شي.</h4> <h4>دغه کار د تېر حکومت په وروستیو کې پیل شوی وو،چې د وروستیو تحولاتو له امله بند شو، خو ویل کیږي،ژر به یې کار پیل شي ځکه د ګاونډیو هېوادونو غوښتنه هم همدغه ده.</h4> <h4> </h4>